پښتو ادب · شاعران
احمد شاه پاڅون
د احمد شاه پاڅون پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
احمد شاه پاڅون چې اصلي وطن يې افغانستان دى اوپلرنۍ سيمه يې دسويلي ولايت هلمند دکجکې ولسوالۍ ده، دا مهال د همدې ولايت په لښکرګاه ښار کې اوسي .
نومړي ٢٤ کاله وړاندې د پاکستان په پنج پاى سيمه کې په کال ١٩٨٦٦١٥مه نېټه دې نړۍ ته سترګې وغړولې . نوموړى د ٣ کلو په عمر و، چې د مور ارزښت ناک سيورى يې له سره واخېستل شو ٧ کلن و، چې د خپلې کونۍ سره يو ځاى د کوېټې ښار ته ګډه شو او په پښتون باغ سيمه کې يې هستوګنه غوره کړه .
نومړي له همدې ځايه خپلې لومړنۍ زدکړې راپيل کړې.
لومړى يې د خپلي کورنۍ او وروسته يې د ښوونځي لاره بلده کړه
کله چې نومړي ٤ ټولګى و لوست نصيب د پاکستان تر ټولو لوى ښار کراچۍ ته په دې موخه رهي کړ، چې اقتصادي وضعه به يې ښه شي او د تعليم کچه به يې لوړه شي ،خو دا د قسمت ملنډه وه.
احمد شاه پاڅون په دې خيرن ښار کې نه يوازې تر ټولو سختو اقتصادي ستونزو ته ټټر سپر کړ، بلکه د تعليم په برخه کې يې مخې ته داسې خنډ را منځته شو، چې تر ډېره ددې شېرين فرض څخه بې برخې و.
څلور کاله زيات وخت دى ،چې بېله زده کړې د يو انسان پر ژوند واوړي ،خو پاڅون دا حالت نور و نه زغملاى شو ،په ٢٠٠٢ ميلادي کال کې يې خپل شېرين هېواد افغانستان ته د تګ له پاره کډه په شاه کړه او سيده يې د خپل پلرني ولايت په مرکز لښکرګاه کې واړول ،دلته بيا هر څه د يو څخه پيل شول ،خو په لږه موده کې يې د ژوند کچه د کراچۍ د ژوند په پرتله بهتري وموندله، دلته نو نوموړي خپلې زده کړې پيل کړې .
شخصي کورسونه ، کمپيوټر او مطالعه هغه څه وو، چې د ښاغلي په ژوند کې يې بدلون را وست .
په ٢٠٠٣ کال کې يې د يو اېن اېچ سي ار سره کار پيل کړ، په دې يو نيم کال کې د زده کړې ورته ښه زمينه برابره وه .
اوسنۍ بوختياوې
1. د ( IWPR ) د ميډيا سنټر مسؤوليت .
2. د بُست راډيو د خبري څانګي مسؤوليت او نورې خپرونې .
3. د بُست جريدې مسؤول ، ليکوال ، کمپوزر او ډيزاينر .
4. د علامه محمود طرزي علمي او کلتوري ټولنې د ټولنيزو چارو مرستيال .
5. ازانګه پروډکشن غړى
6. د مفتون اولسي کتابتون خزانه دار .
7. د اصلاح انلاين ويب پاڼې همکار .
8. د هلمند وېب سايټ د کمېټې غړى .
9. د الفت بلاګ چلوونکى .
10. او ددې تر څنګ يې د زياتو ملګرو د کتابونو او مجلو دکمپوز ، ډيزاين ناز اخيستى دى.
نوموړى اوس هم په لښکرګاه کې اوسي سپين ږيرى پلار او د خداى مال ٥ سکني وروڼه لري ،چې ما شا الله ټول پر يوه دسترخوان سره را غونډيږي .
د ژوند کچه يې منځنۍ ده . په کور او کلي کې يې د ښه ژوند له مخې هر سړى قدر او عزت کوي.
نوموړى د افغانستان دې روانو ناخوالوته سخت زړه خوري
شعرونه
7 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
احمد شاه پاڅون
يو ځلي را وګوره دلـــــــــــبر مـــــــــي کــه
مينه مي که زړه مي که ځيګر مـــــــــي که
ځمه په تيــــــــارو کــــــي ورکـــــو خلکو ته
ستوري مي که شمس مي که قمر مي که
ښه بې د رقيب په زړه کي ښــــــــخ کړمه
مټي مي کړه زور مي کړه جنجر مـــــي که
ستا د غاړ په هار کي به ځاى و نيـــــــسم
لعل مي که ياقوت مي که سره زر مـي که
لار کښې مسافر به مـــــــــــــړومــــــه زه
ښاخ مي که ميوه مي که شجر مي کــــه
ستا د حيدري نارې شاهد بــــــــــه ســـم
بست مي که ميوند مي که خيبر مي کـــه
زه خوار به ستا سترګي څــــــنګه و ستايم
خان مي که حمزه مي که خــــاطر مي که
ياد به دي پاڅون کړي په غـــــــــزلــو کي
شعر مي که شعور مي که شاعر مي که
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
احمد شاه پاڅون
چاچي ليدلي وي ليدل د ســـــــــــترګو
و الله ليدلې وي ويشتل د ســــــــــترګو
په مخـــــــامــــخ کــتو يې و تـــــــــړلم
کاږه کاته يې وو ويشتل د ســـــــــترګو
غلبيل غلبيل زړګى مي و ګـــــــــوره لږ
داسي وي دلته اوسيدل د ستــــــــرګو
پر قدرتي باڼه چي نــــــور بــــــاڼه ږدي
دانو سوچه دي تير ايستل د ســــــترګو
په اخيرت کي بـــــــــه ملــکه پوښـــتم
چي څومره ګران دي جوړول د ستــرګو
که سترګي و ويني پاڅون خو ښه دى
کنه پر خوله يې وي غزل د ستــــــرګو
مړيبشپړ شعر ولولئ
مړي
احمد شاه پاڅون
خير کړې خدايه ! بيا مي خوب کي دي ليدلي مړي
په سپينو سپينو کفنو کي وه پيچلي مړي
د شرمښآنو ګله راغله بيا دا پوري دښت ته
لکه چي بيا يې په کيږديو کي موندلي مړي
چي څه کرلي وه له کره مو ميوه هم يووړه
چرته را شنه نه سوه زموږ هغه کرلي مړي
د زړه هلمند کي مي د غم بمبار کي هيلي سوځي
سترګو کي ښکاري د خيالونو څو سپېڅلي مړي
بيا د بازار په منځ کي درب سو واى جهاد يې وکړ
هغه دى ګيري چاپيره ښکاري سوځيدلي مړي
دلته په يو قبر منډلي لس او شل سرونه
هلته يې يو وړه طيارو کي نازولي مړي
سترګو څه ورو په ورو بهيږي ارمانجني اوښکي
لکه زندان څه چي راباسي کړيدلي مړي
موږ چي وځو ولي د زړونو اميلونه وروړو
ځآن سره راوړي چي راځي موږ ته پېيلي مړي
لو هديره د يو کوچني کلي تر څنګ پرته ده
پاڅونه ته وا له اسمانه اوريدلي مړي
يو يوبشپړ شعر ولولئ
يو يو
احمد شاه پاڅون
محبت کي وفادار سي جانان يو يو
خوښوي خپل زندګي پر بيابان يو يو
که په زړه کي دي د هيلو سمندر وي
په ژوندونک کي پوره کيږي ارمان يو يو
مادي سترګو ته کتل سهي مي نه کړې
تا مي و پېيل په زړه باڼوګان يو يو
ګلان نه غوړيږي ټوله يوه ورځ کي
ورو په ورو باندي سپيږي وريښتان يو يو
لار اوږده ده څوک غورځيږي څوک پاتيږي
هو هدف ته نژدې کيږي انسان يو يو
چي جګړه وي خود وګړي وژل کيږي
وژل کيږي ګنهګاره کسان يو يو
د وحشت په لاسو و شليدل بې شميره
ما ليدلي ګنډل کيږي ګريوان يو يو
و خليل ته سرې سکروټې سوې ګلونه
چي په تبر يې ميده کړه بتان يو يو
چي حيران نسي کابله ! و پاڅون ته
درولم به د هلمند شاعران يو يو
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
احمد شاه پاڅون
زموږ نشته زموږ خمار نه معلوميږي
زموږ يار زموږ اغيار نه معلوميږي
دلته شپه راځي په شپه باندي بدليږي
مودې وسوې چي سهار نه معلوميږي
د مرغانو قطارونه راسي تير سي
زموږ کلي کي چنار نه معلويږي
د موذن ژبه وحشت ورګونګه کړې
او مسجد کي مو منار نه معلوميږي
د (( پاڅون )) اوښکي په ږيره کي ورکيږي
تر ګريوانه پوري لار نه معلويږي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
احمد شاه پاڅون
ددې کلي ددې ښار را معلوميږې
ځوانه ته هم د چا يار را معلومېږې
په زړو جامو کي ووتې له کوره
په دې لو هستي کي خوار را معلومېږې
دا چي تلل او ګړيدل دي په حساب دي
د چا لاس کي ګرفتار را معلومېږې
خپل ميده ګامونه شمېرې بيا روان سې
بيا يو چاته انتظار را معلومېږې
د مورکۍ د پستې غيږي خوب دي هير کړ
نن د ژوند څخه بېزار را معلوميږې
دا چي خړ څادر دي تاو دى له وجوده
ګرانه ته په بمو بار را معلومېږې
احمد شاه او پاڅون دواړه در څه تښتو
اغيار نه يې خو اغيار را معلومېږې
عجيبه زمانهبشپړ شعر ولولئ
عجيبه زمانه
احمد شاه پاڅون
څنګه زمانې ته راوتلي يو
ټوله ورځي شپې په غم لړلي دي
لا بتري ښکاري يو په بل پسي
وړاندي مو شېبې په غم لړلي دي
نه ښکاري هيڅ رنګه خوشحالي پکښي
واړه افسانې په غم لړلي دي
ماليده پرون يې اشنايي سوله
نن يې يارانې په غم لړلي دي
مه ليکه قلمه ! نور څه مه ليکه
هر څه چي ليکې په غم لړلي دي
نسته بارانونه هر خوا دوړي سوې
وچ سوله کلونه بزګران ژاړي
مړه يې سوه مالونه په مرض باندي
تيره زندګي پسي کوچيان ژاړي
ناست وي د جمات خوله کښې خيرات غواړي
بيا هم وږي څملي يتيمان ژاړي
ستونزي پيدا کيږي خو حل کيږي نه
وګوره نړۍ کي هر انسان ژاړي
سپربه د غمونو خيراتونه وه
نن هغه کاسې په غم لړلي دي
مه ليکه قلمه ! نور څه مه ليکه
هر څه چي ليکې په غم لړلي دي
ولاړى محبت له سينې ووتى
هري خواته وينمه کرکجن زړونه
ته به ترې طلب وکړې د ګل په څير
لاس کي به درکښيږدي خپل اغزن زړونه
توري يې خبري تور فکرونه سول
ولاړه په ګناکي سول خيرن زړونه
څنګه به د خداى له ډاره وريږدي
څنګه به سيده سي لغوړن زړونه
هغه د ليلي او د مجنون په څير
هم سپيني سينې په غم لړلي دي
مه ليکه قلمه ! نور څه مه ليکه
هر څه چي ليکې په غم لړلي دي
را غله که ښادي درباندي تيره سوه
وروسته به په غم کي راګيريږې هم
جوړه که دي خوله ګوره خندا ته کړه
ژر به په سلګو بآندي ژړيږې هم
چاته که د زړه حال چرته ووايې
خامخا عالم کي رسواکيږې هم
چرته که خبره يې ور غبرګه کړې
خود به وهل کيږې بندي کيږې هم
واى پاک الله چي صداقت نه وي
هغه زمانې په غم لړلي دي
مه ليکه قلمه ! نور څه مه ليکه
هر څه چي ليکې په غم لړلي دي
راغلى که څوک چرته له سفر څخه
خامخا به راوړي يو د غم خبر
ستن د راډيو که چرته و پيچې
هيڅکله به وانه ورې د زغم خبر
چاته په خوښۍ سره به ووايې
خاوري به درواړي په سم خبر
چرته چي ظلومه وي مرګونه وي
هلته به خوشحاله سې په کم خبر
ما او تا چي لوبي پکي کړي دي
اوس هغه کوڅې په غم لړلي دي
مه ليکه قلمه ! نور څه مه ليکه
هر څه چي ليکې په غم لړلي دي
دلته وچکالۍ خلک ځپلي دي
هلته ملګ اخستى سيلابونو دى
يوځاى کي مرض تبا فصلونه
بل لوري راغلي طوفانونه دي
چاباندي شوه سوه اسماني ټکه
چا سوي په اور خپل بدنونه دي
څوک مړه دي په مرګ مفاجات بآندي
چاته پرسينه د ورور زخمونه دي
ولي پر قدرت باندي باور نه کړو ؟
واړه عقيدې په غم لړلي دي
مه ليکه قلمه ! نور څه مه ليکه
هر څه چي ليکې په غم لړلي دي
ټوله ډاکټران ګوته په غاښ ناست دي
رنګ رنګ مرضونه راپيدا سوله
هغه چي علاج لپاره تللي وه
نن ټوله نړۍ کي بينواسوله
څوک چي و حکيم ته کښينستلي دي
زهر غوندي ټوله يې دوا سوله
چاچي پنا وړې د زيارت پر لور
لا يې ناروغي پسي سيوا سوله
ولي د چا ښه ورسره نه کيږي
ټولي هديرې په غم لړلي دي
مه ليکه قلمه ! نور څه مه ليکه
هر څه چي ليکې په غم لړلي دي
نه لګيږي دم او تاويزونه يې
بيا نن په دروږ پسي روان سو پير
ناست وي پر ممبر نصيحتونه کړي
زړه يې د حالاتو په بنجره کښې ګير
دلته افتونه سرپرسرراځي
ښکاري په ريا کي نيک عمل خمير
نن سبا کي هغه چا ګټلې ده
چاچي په خپل لاس وژلى خپل ضمير
هر څو که مزل کوو ختميږي نه
دا توري تيارې په غم لړلي دي
مه ليکه قلمه ! نور څه مه ليکه
هر څه چي ليکې په غم لړلي دي
ټولي نښانې دي ښکاره سوي دي
کله به قيامته! رارسيږې ته
وينم د اسلام کمزوري ورځ په ورځ
کله به مهدي صاب ! ( صاحب ) ښکاره کيږې ته
ډکه سوله مځکه ګناهونو څه
څه وخت به اسمانه ! رانړيږې ته
مرګه راسه ته قيامت خو نه راځي
څه وخت مي لحده !کندل کيږې ته
نور مي زړه تنګ سوى دې دينا څخه
هر څه چي کوې په غم لړلي دي
مه ليکه قلمه ! نور څه مه ليکه
هر څه چي ليکې په غم لړلي دي
رابه سي يو وخت ښکلي ماڼۍ به وي
موږ به يو پراته په لحدونو کښې
دا ښکلي جامې به بل ته پاته سي
زموږ بدن به پټ وي کفنونو کښې
څوک به واسطه د پيسو جوړه کړي
هلته به راګير يو عملونو کښې
فضل د الله که بآندي و نه سو
خوار (( پاڅون )) به سوځي په اورونو کښې
لعل او جواهيرو ته لاس واچوه
دا خاوري ايرې په غم لړلي دي
مه ليکه قلمه ! نور څه مه ليکه
هر څه چي ليکې په غم لړلي دي