د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

دښاغلي احمد شاه پاڅون شعرونه

7 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

احمد شاه پاڅون چې اصلي وطن يې افغانستان دى اوپلرنۍ سيمه يې  دسويلي ولايت هلمند دکجکې ولسوالۍ ده، دا مهال د همدې ولايت په لښکرګاه ښار کې اوسي .
نومړي ٢٤ کاله وړاندې د پاکستان په پنج پاى سيمه کې په کال ١٩٨٦٦١٥مه نېټه دې نړۍ ته سترګې وغړولې . نوموړى د ٣ کلو په عمر و، چې د مور ارزښت ناک سيورى يې له سره واخېستل شو  ٧ کلن و، چې د خپلې کونۍ سره يو ځاى د کوېټې ښار ته ګډه شو  او په پښتون باغ سيمه کې يې هستوګنه غوره کړه .
نومړي له همدې ځايه خپلې لومړنۍ زدکړې راپيل کړې.
لومړى يې د خپلي کورنۍ او وروسته يې د ښوونځي لاره بلده کړه
کله چې نومړي ٤ ټولګى و لوست نصيب د پاکستان تر ټولو لوى ښار کراچۍ ته په دې موخه رهي کړ، چې اقتصادي وضعه به يې ښه شي او د تعليم کچه به يې لوړه شي ،خو دا د قسمت ملنډه وه.
احمد شاه پاڅون په دې خيرن ښار کې نه يوازې تر ټولو سختو اقتصادي ستونزو ته ټټر سپر کړ، بلکه د تعليم په برخه کې يې مخې ته داسې خنډ را منځته شو، چې تر ډېره ددې شېرين فرض څخه بې برخې و.
څلور کاله زيات وخت دى ،چې بېله زده کړې د يو انسان پر ژوند واوړي ،خو پاڅون دا حالت نور و نه زغملاى شو ،په ٢٠٠٢ ميلادي کال کې يې خپل شېرين هېواد افغانستان ته د تګ له پاره کډه په شاه کړه او سيده يې د خپل پلرني ولايت په مرکز لښکرګاه کې واړول ،دلته بيا هر څه  د يو څخه پيل شول ،خو په لږه موده کې يې د ژوند کچه د کراچۍ د ژوند په پرتله بهتري وموندله، دلته نو نوموړي خپلې زده کړې پيل کړې .
شخصي کورسونه ، کمپيوټر  او مطالعه هغه څه وو، چې د ښاغلي په ژوند کې يې بدلون را وست .
په ٢٠٠٣ کال کې يې د يو اېن اېچ سي ار سره کار پيل کړ، په دې يو نيم کال کې د زده کړې ورته ښه زمينه برابره وه .
اوسنۍ بوختياوې
1.    د ( IWPR  ) د ميډيا سنټر مسؤوليت .
2.    د بُست راډيو د خبري څانګي مسؤوليت او نورې خپرونې .
3.    د بُست جريدې مسؤول ، ليکوال ، کمپوزر او ډيزاينر .
4.    د علامه محمود طرزي علمي او کلتوري ټولنې د ټولنيزو چارو مرستيال .
5.    ازانګه پروډکشن غړى
6.    د مفتون اولسي کتابتون خزانه دار .
7.    د اصلاح انلاين ويب پاڼې همکار .
8.    د هلمند وېب سايټ د کمېټې غړى .
9.    د الفت بلاګ چلوونکى .
10.   او ددې تر څنګ يې د زياتو ملګرو د کتابونو او مجلو  دکمپوز ، ډيزاين  ناز اخيستى دى.
نوموړى اوس هم په لښکرګاه کې اوسي سپين ږيرى پلار او  د خداى مال ٥ سکني وروڼه لري ،چې ما شا الله ټول پر يوه دسترخوان سره را غونډيږي .
د ژوند کچه يې منځنۍ ده . په کور او کلي کې يې د ښه ژوند له مخې هر سړى قدر او عزت کوي.
نوموړى د افغانستان دې روانو ناخوالوته سخت زړه خوري

دښاغلي احمد شاه پاڅون شعرونه

غزل

يو ځلي را وګوره دلـــــــــــبر مـــــــــي کــه مينه مي که زړه مي که ځيګر مـــــــــي که ځمه په تيــــــــارو کــــــي ورکـــــو خلکو ته ستوري مي…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي احمد شاه پاڅون شعرونه

غزل

چاچي ليدلي وي ليدل د ســـــــــــترګو و الله ليدلې وي ويشتل د ســــــــــترګو په مخـــــــامــــخ کــتو يې و تـــــــــړلم کاږه کاته يې وو ويشتل د…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي احمد شاه پاڅون شعرونه

مړي

خير کړې خدايه ! بيا مي خوب کي دي ليدلي مړي په سپينو سپينو کفنو کي وه پيچلي مړي د شرمښآنو ګله راغله بيا دا…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي احمد شاه پاڅون شعرونه

يو يو

محبت کي وفادار سي جانان يو يو خوښوي خپل زندګي پر بيابان يو يو که په زړه کي دي د هيلو سمندر وي په ژوندونک…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي احمد شاه پاڅون شعرونه

غزل

زموږ نشته زموږ خمار نه معلوميږي زموږ يار زموږ اغيار نه معلوميږي دلته شپه راځي په شپه باندي بدليږي مودې وسوې چي سهار نه معلوميږي…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي احمد شاه پاڅون شعرونه

غزل

ددې کلي ددې ښار را معلوميږې ځوانه ته هم د چا يار را معلومېږې په زړو جامو کي ووتې له کوره په دې لو هستي…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي احمد شاه پاڅون شعرونه

عجيبه زمانه

څنګه زمانې ته راوتلي يو ټوله ورځي شپې په غم لړلي دي لا بتري ښکاري يو په بل پسي وړاندي مو شېبې په غم لړلي…

بشپړ شعر ولولئ ←