د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
دښاغلي احمد شاه پاڅون شعرونه

مړي

خير کړې خدايه ! بيا مي خوب کي دي ليدلي مړي
په سپينو سپينو کفنو کي وه پيچلي مړي

د شرمښآنو ګله راغله بيا دا پوري دښت ته
لکه چي بيا يې په کيږديو کي موندلي مړي

چي څه کرلي وه له کره مو ميوه هم يووړه
چرته را شنه نه سوه زموږ هغه کرلي مړي

د زړه هلمند کي مي د غم بمبار کي هيلي سوځي
سترګو کي ښکاري د خيالونو څو سپېڅلي مړي

بيا د بازار په منځ کي درب سو واى جهاد يې وکړ
هغه دى ګيري چاپيره ښکاري سوځيدلي مړي

دلته په يو قبر منډلي لس او شل سرونه
هلته يې يو وړه طيارو کي نازولي مړي

سترګو څه ورو په ورو بهيږي ارمانجني اوښکي
لکه زندان څه چي راباسي کړيدلي مړي

موږ چي وځو ولي د زړونو اميلونه وروړو
ځآن سره راوړي چي راځي موږ ته پېيلي مړي

لو هديره د يو کوچني کلي تر څنګ پرته ده
پاڅونه ته وا له اسمانه اوريدلي مړي

د شاعر نور شعرونه ←