د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
دښاغلي احمد شاه پاڅون شعرونه

يو يو

محبت کي وفادار سي جانان يو يو
خوښوي خپل زندګي پر بيابان يو يو
که په زړه کي دي د هيلو سمندر وي
په ژوندونک کي پوره کيږي ارمان يو يو
مادي سترګو ته کتل سهي مي نه کړې
تا مي و پېيل په زړه باڼوګان يو يو
ګلان نه غوړيږي ټوله يوه ورځ کي
ورو په ورو باندي سپيږي وريښتان يو يو
لار اوږده ده څوک غورځيږي څوک پاتيږي
هو هدف ته نژدې کيږي انسان يو يو
چي جګړه وي خود وګړي وژل کيږي
وژل کيږي ګنهګاره کسان يو يو
د وحشت په لاسو و شليدل بې شميره
ما ليدلي ګنډل کيږي ګريوان يو يو
و خليل ته سرې سکروټې سوې ګلونه
چي په تبر يې ميده کړه بتان يو يو
چي حيران نسي کابله ! و پاڅون ته
درولم به د هلمند شاعران يو يو

د شاعر نور شعرونه ←