د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
دښاغلي احمد شاه پاڅون شعرونه

غزل

يو ځلي را وګوره دلـــــــــــبر مـــــــــي کــه
مينه مي که زړه مي که ځيګر مـــــــــي که

ځمه په تيــــــــارو کــــــي ورکـــــو خلکو ته
ستوري مي که شمس مي که قمر مي که

ښه بې د رقيب په زړه کي ښــــــــخ کړمه
مټي مي کړه زور مي کړه جنجر مـــــي که

ستا د غاړ په هار کي به ځاى و نيـــــــسم
لعل مي که ياقوت مي که سره زر مـي که

لار کښې مسافر به مـــــــــــــړومــــــه زه
ښاخ مي که ميوه مي که شجر مي کــــه

ستا د حيدري نارې شاهد بــــــــــه ســـم
بست مي که ميوند مي که خيبر مي کـــه

زه خوار به ستا سترګي څــــــنګه و ستايم
خان مي که حمزه مي که خــــاطر مي که

ياد به دي پاڅون کړي په غـــــــــزلــو کي
شعر مي که شعور مي که شاعر مي که

د شاعر نور شعرونه ←