پښتو ادب · شاعران
موسی معروفي
د موسی معروفي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
د ښاغلي پوهاندمحمد موسی "معروفي" شعرونه دده " له زړونه او رازونه"شعرې ټولګې څخه.مو لیکلي دي لنډ ژوندليک او نور خواږه شعرونه به په نږدی راتلونکې کې دلته ولولئ.
دفکر وزلمـــــــي تـــــه زولنـــــــې ولــــــې وراچـــــوې
دجهل دنیـــل رود ته پـــښتنــــــې ولـــــې ور اچـــــوې
الماس وه دویاړنې پـــــه تــــاریــــخ کــــې بریښیدلې
دپـــــــردیـــــو و امیــل امیل ته دردانې ولې وراچوې
شعرونه
7 خپاره شوي شعرونه
دبشر محشربشپړ شعر ولولئ
دبشر محشر
موسی معروفي
را کښته ســـه آســــمانـــــه نـــــن دې وار دړنـــــګیـــــدو دی
روڼ ستوري دې عاجــز سوه لــــمـــــر دې هم په ړندیدو دی
باران چـــــې دمــــرمیــــو او بمـــــونــــو پـــــر مـــــــوږ اوري
هرڅاڅکی یې بڅرکـــی ، دابــــاران دســـــوځــــیـــــدو دی
له غـــــرونـــــو ارام تـــلـــــلـــــی ددښتــــونــــو پــــه کوکارو
یوه داســــې زلــــزله ده چــــــې هر غـــــــر په ماتیــــدو دی
شمال یا که جنوب وه ټوله ولاړ ســــــره ګـــــډوډ ســـــــوه
په داغ ظرف دلویدیځ کــــې ټــــول ختیځ په ویلیدو دی
دشنو وږو پرځای ګـــــوره زوزان دي چـــــــې راوځـــــي
لښتې او رود خو څه کړې ، سمـــنــدر پــــه وچیدو دی
تر تورو خاورو لاندې دما شـــوم ږغ اوریـــــده ســــــي
وای دمړه پلاراو مور اړخ تـــــه زمــا زړه په دریدو دی
دپـــــوه اوناپــــوه جنــــګ دی داقیامت بشر جوړ کړی
زاړه فکرونه سوځي نوی ژوند پـــــه جـــــوړیـــــدو دی
خو ږغ کړه ملایکو چې پر خـــــدای تـــــوکل وکـــــړئ
تر هری ستونزې وروسته ښه آرام پر خپــــریــــدو دی
په داسې یو حالت کې چې هر څه پر ځای ساکن سوه
معروفي دخدای حمد وایه چې زمان پر خوځیدو دی
۱۰ / نوامبر / ۲۰۰۱
فکري ازاديبشپړ شعر ولولئ
فکري ازادي
موسی معروفي
دفکر وزلمـــــــي تـــــه زولنـــــــې ولــــــې وراچـــــوې
دجهل دنیـــل رود ته پـــښتنــــــې ولـــــې ور اچـــــوې
الماس وه دویاړنې پـــــه تــــاریــــخ کــــې بریښیدلې
دپـــــــردیـــــو و امیــل امیل ته دردانې ولې وراچوې
پخپله کـــه راضي یـــــاستچې نصیب مو غلامي وي
خوښي ته ددیبانـــو مانـــدینــــــې ولـــــې وراچـــــوې
انسان خو پسه نه دی چـــې کبــــــاب ورڅخه پوخ کی
واورته دسکروټو یې سینــــــــې ولــــې ور اچـــــــوې
وغلا ته چې مو نیت و او رســـۍ مــــــوکړې په غاړه
چې ګیر سواست په کلا کې بهانې ولې ور اچــــوې
ددې ملک څه ګناه وه چــې وراني مو پر پیرزو سوه
دبـــــــــل وجــــــــلــو تـــــه خـــــزانـــــې ولــې وراچوې
په ښار کې واویــلا ده ستا اتڼ ته څــوڼـــې غــــوړې
سرنا مو ماته ســوې ترانــــــې ولــــــــې اراچــــــوې
معروفي مو کړ ناروغه په بــــوی ناکو تورو لوشو
طبیب ته مې اړتیا ده افسانــې ولــــې وراچــــــوې
۲۲/ نوامبر / ۲۰۰۰
مجرد نجونې او زلمیانبشپړ شعر ولولئ
مجرد نجونې او زلمیان
موسی معروفي
حیف دی چې دا ښکلي ګلان خوشې مړاوي کیږي
جام دمیوډک دی خـــــو ټــــول تــــږي تـــــر تیـــریږي
باغ دګلو ډک دی خو څوک نسته چې یې بــوی کړي
داڅنګه با غــوان دی چــــــې دګل په لمس شرمیږي
ولې مو ځانونه په تــــوپـــــان کې ټینګ نیولي دي ؟
نژدې ودې محل ته صاف آسمان سپوږمۍ ځلیږي
ولـــــې مــــو دا هـــیـــر دي چې ځواني ده ډیره لنـــډه
دا بهار کم عــمره په یـــــوه شــــمـــال بــــــد لـــېــــږي
مينه دځــوانۍ آتش فــــشــــان دی دغـــــره زړه کــــې
حیــف دداسې اور چې په یخنۍ کې به هــیــــرېـــــږي
خدای دی زړه درکړی چې په مینه کې یې ډوب کړې
زړه دونې پاڼــه ده بـــــې ميــــنـــــې ژر وچـــــــیــــــږي
مه وایــــاست درواغ ومــعـــروفي او خپل طبعیت ته
زلمې چې مین نه وي وچ لرګــــــي تـــــه پــــا ته کیږي
۱۴ سپتمبر ۲۰۰۲
دعمر اوبهبشپړ شعر ولولئ
دعمر اوبه
موسی معروفي
لس کاله مې ځوان کړې چې په کټ کې پر ماواوړي
هره دګل پــاڼـــه یــــې پـــــه دې مـــعــــجــــزه ویــــاړي
ګډه چوک چوکه سي دمینو پــــــه کـــــوڅــــــو کــــــې
بلبل له خــوشحالې نــــه د خـــنــدا پـــه عــــوض ژاړي
توپان دجـــذباتو چې دمـینـــې پــــه بــــڼ ګــــډ ســـــي
حیا غونـــډه هوا سي ، ګل غوټې بیــلـــــوي پـــــاڼــــې
بړستــــن وي که بالښت وي دتوپان اوبو اخـــیستــــي
په توره تــــاریـــــکه کــــې رود بــهــیــږي غـاړې غــاړې
لمبـــــې دنفســــــونــــو دلـــــذت پــــر کــورو بــــل وي
دنـــیـا او عقبا هیر کړي څوک پراته څــوک پـــه ولاړې
دعشق پــــه تـــوپانو کې اور اوبـــه ســــره یـــو ځــای وي
صدقه تـــــر دې تــــــوپــان شـــم چې آبدې کړي ویجاړې
نو څنګه مــعــــروفي په داسې حال کې سي سپین ږیری
چې هـــــره مـــحبــوبــــه ورتــــه دعــمـــر اوبـــه غـــواړي
۲۷ اګست ۲۰۰۲
دعمر اوبهبشپړ شعر ولولئ
دعمر اوبه
موسی معروفي
لس کاله مې ځوان کړې چې په کټ کې پر ماواوړي
هره دګل پــاڼـــه یــــې پـــــه دې مـــعــــجــــزه ویــــاړي
ګډه چوک چوکه سي دمینو پــــــه کـــــوڅــــــو کــــــې
بلبل له خــوشحالې نــــه د خـــنــدا پـــه عــــوض ژاړي
توپان دجـــذباتو چې دمـینـــې پــــه بــــڼ ګــــډ ســـــي
حیا غونـــډه هوا سي ، ګل غوټې بیــلـــــوي پـــــاڼــــې
بړستــــن وي که بالښت وي دتوپان اوبو اخـــیستــــي
په توره تــــاریـــــکه کــــې رود بــهــیــږي غـاړې غــاړې
لمبـــــې دنفســــــونــــو دلـــــذت پــــر کــورو بــــل وي
دنـــیـا او عقبا هیر کړي څوک پراته څــوک پـــه ولاړې
دعشق پــــه تـــوپانو کې اور اوبـــه ســــره یـــو ځــای وي
صدقه تـــــر دې تــــــوپــان شـــم چې آبدې کړي ویجاړې
نو څنګه مــعــــروفي په داسې حال کې سي سپین ږیری
چې هـــــره مـــحبــوبــــه ورتــــه دعــمـــر اوبـــه غـــواړي
۲۷ اګست ۲۰۰۲
دوصلت شیبېبشپړ شعر ولولئ
دوصلت شیبې
موسی معروفي
چې لاس پر لاس راکیـــــږدې آســـمـــانــــونه په لرزه سي
چې خوله پر خوله راکیږدي جنتـــونـــــه راښـــــکاره سي
دمینې تود نفس دی پسرلی پـــــــر مـــــخ راخـــپور کړي
غونچې غونچې ګلونه دنسیم پــــــر شـــــا سپـــــاره سي
اواز دی دزړه اورم چـــــې دمیــــــنـــــې غــــــزل وایــــــي
ماحول په نڅا کښیوزي ، په فضــــا کـــــې ازانګه سي
دشونډو جام چې راکړې او داورین تندی دې تریو سي
دوروځو محرابونه دې خمـــــان ســـــــــي ، میخانه سي
په پټه خوله داستان چـــــــــې داورونــــــو راتــــــه وایې
وجود مې لمبې وکړي ، کــــــا یــــنـــــات په زلزله سي
خولې چې دلذت دې پر تــنــــدي طـــــلاوې پــــــاشـــي
رودونه دسپین زرو دغــــلبـــیـــل پـــر جـــال خپاره سي
پــــه کــــټ کې چــــــــې راواوړې له یوه اړخ نه بل اړخ ته
پاس ستوري چشمکان کړي اوسپوږمۍ په ننداره سي
چې ټول عمر مې تول کړی دمعنا پــــــه تــــــرازو کـــــــې
له دې شیبو نه پرته ، نور یې ټوله بـــــې فـــــایــــده سي
داستا لیونۍ مینه مــــعـــروفــــي امـــــانــــــت بـــــولي
هــــر راز دې یو الماس زمــــا دعــــمــــر خــــزانـــــه سي
بیده ښکلابشپړ شعر ولولئ
بیده ښکلا
موسی معروفي
چې خوله پر خوله در کښیدم زړه دی مست په خندیدو سي
ستا کټ به خوشې نه کړم څـــــویــــې پښې په ما تیدو سي
دپاڼو په جامه کې دغوټــــیــــو ښـــــایـــــســـــت پــــــټ دی
توپان چې پاڼې یوسي غوټــــــــۍ مـــــخ پـــــر لڅیدو سي
دا ستا په تبسم چې ځلانــــــد ستــــــوري راښـــــکاره سي
ډیوه له شرمه مـــــړه ســـــي دشپـــــې راز پـــه غزیدو سي
پستو پستو خبـــــــرو دې ســـــاز کـــــټ تـــــــه دی راوړی
اثر یې معجزه کړي ، مړاوی ګل پـــــــه غــــــوړیــــدو سي
چر ګان او ملایان په دې خا صیت کـــــې ســــره یـــــو دي
اذان هله شروع کړي چــــې زمــــا جــــام پــــه ډکیدو سي
بلبلو ږغ مه باسئ چـــــې دنـــــاز پـــــه خــــوب ویـــــده ده
که یو وار سوه راویښه ، کــــټ بــه بــیـــا په لړزیدو سي
په ناز کې را لوی سوی معـروفـــي لـــه غـــمــه بـــد وړي
چې یار او ساز یې مل سي ، زړه یې ژر په رقصیدو سي