د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي موسی معروفي شعرونه

فکري ازادي

دفکر وزلمـــــــي تـــــه زولنـــــــې ولــــــې وراچـــــوې

دجهل دنیـــل رود ته پـــښتنــــــې ولـــــې ور اچـــــوې

الماس وه دویاړنې پـــــه تــــاریــــخ کــــې بریښیدلې

دپـــــــردیـــــو و امیــل امیل ته دردانې ولې وراچوې

پخپله کـــه راضي یـــــاستچې نصیب مو غلامي وي

خوښي ته ددیبانـــو مانـــدینــــــې ولـــــې وراچـــــوې

انسان خو پسه نه دی چـــې کبــــــاب ورڅخه پوخ کی

واورته دسکروټو یې سینــــــــې ولــــې ور اچـــــــوې

وغلا ته چې مو نیت و او رســـۍ مــــــوکړې په غاړه

چې ګیر سواست په کلا کې بهانې ولې ور اچــــوې

ددې ملک څه ګناه وه چــې  وراني مو پر پیرزو سوه

دبـــــــــل وجــــــــلــو تـــــه خـــــزانـــــې ولــې وراچوې

په ښار کې واویــلا ده ستا اتڼ ته څــوڼـــې غــــوړې

سرنا  مو ماته ســوې  ترانــــــې ولــــــــې اراچــــــوې

معروفي مو کړ  ناروغه په بــــوی ناکو تورو لوشو

طبیب ته مې اړتیا ده افسانــې ولــــې وراچــــــوې

۲۲/ نوامبر / ۲۰۰۰

د شاعر نور شعرونه ←