د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي موسی معروفي شعرونه

دبشر محشر

را کښته ســـه آســــمانـــــه نـــــن دې وار دړنـــــګیـــــدو دی

روڼ ستوري دې عاجــز سوه لــــمـــــر دې هم په ړندیدو دی

باران چـــــې دمــــرمیــــو او بمـــــونــــو پـــــر مـــــــوږ اوري

هرڅاڅکی یې بڅرکـــی ، دابــــاران دســـــوځــــیـــــدو دی

له غـــــرونـــــو ارام تـــلـــــلـــــی ددښتــــونــــو پــــه کوکارو

یوه داســــې زلــــزله ده چــــــې هر غـــــــر په ماتیــــدو دی

شمال یا که جنوب وه ټوله ولاړ ســــــره ګـــــډوډ ســـــــوه

په داغ ظرف دلویدیځ کــــې ټــــول ختیځ په ویلیدو دی

دشنو وږو پرځای ګـــــوره زوزان دي چـــــــې راوځـــــي

لښتې او رود خو څه کړې ، سمـــنــدر پــــه وچیدو دی

تر تورو خاورو لاندې دما شـــوم ږغ اوریـــــده ســــــي

وای دمړه پلاراو مور اړخ تـــــه زمــا زړه په دریدو دی

دپـــــوه اوناپــــوه جنــــګ دی داقیامت بشر جوړ کړی

زاړه فکرونه سوځي نوی ژوند پـــــه جـــــوړیـــــدو دی

خو ږغ کړه ملایکو چې پر خـــــدای تـــــوکل وکـــــړئ

تر هری ستونزې وروسته ښه آرام پر خپــــریــــدو دی

په داسې یو حالت کې چې هر څه پر ځای ساکن سوه

معروفي دخدای حمد وایه چې زمان پر خوځیدو دی

   ۱۰ / نوامبر /  ۲۰۰۱

د شاعر نور شعرونه ←