د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي موسی معروفي شعرونه

مجرد نجونې او زلمیان

حیف دی چې دا ښکلي ګلان خوشې مړاوي کیږي

جام دمیوډک دی خـــــو ټــــول تــــږي تـــــر تیـــریږي

باغ دګلو ډک دی خو څوک نسته چې یې بــوی کړي

داڅنګه با غــوان دی چــــــې دګل په لمس شرمیږي

ولې مو ځانونه په تــــوپـــــان کې ټینګ نیولي دي ؟

نژدې ودې محل ته صاف آسمان  سپوږمۍ ځلیږي

ولـــــې مــــو دا هـــیـــر دي چې ځواني ده ډیره لنـــډه

دا بهار کم عــمره  په یـــــوه شــــمـــال بــــــد لـــېــــږي

مينه دځــوانۍ آتش فــــشــــان دی دغـــــره زړه کــــې

حیــف دداسې اور چې په یخنۍ کې به هــیــــرېـــــږي

خدای دی زړه درکړی چې په مینه کې یې ډوب کړې

زړه دونې پاڼــه  ده بـــــې ميــــنـــــې ژر وچـــــــیــــــږي

مه وایــــاست درواغ ومــعـــروفي او خپل طبعیت ته

زلمې چې مین نه وي وچ لرګــــــي تـــــه پــــا ته کیږي

     ۱۴ سپتمبر ۲۰۰۲

د شاعر نور شعرونه ←