د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي موسی معروفي شعرونه

دوصلت شیبې

چې لاس پر لاس راکیـــــږدې آســـمـــانــــونه په لرزه سي

چې خوله پر خوله راکیږدي جنتـــونـــــه راښـــــکاره سي

دمینې تود نفس دی پسرلی پـــــــر مـــــخ راخـــپور کړي

غونچې غونچې ګلونه دنسیم پــــــر شـــــا سپـــــاره سي

اواز دی دزړه اورم چـــــې دمیــــــنـــــې غــــــزل وایــــــي

ماحول په نڅا کښیوزي ، په فضــــا کـــــې ازانګه سي

دشونډو جام چې راکړې او داورین تندی دې تریو سي

دوروځو محرابونه دې خمـــــان ســـــــــي ، میخانه سي

په پټه خوله داستان چـــــــــې داورونــــــو راتــــــه وایې

وجود مې لمبې وکړي ، کــــــا یــــنـــــات په زلزله سي

خولې چې دلذت دې پر تــنــــدي طـــــلاوې پــــــاشـــي

رودونه  دسپین زرو دغــــلبـــیـــل پـــر جـــال خپاره سي

پــــه کــــټ کې چــــــــې راواوړې له یوه اړخ نه بل اړخ ته

پاس ستوري چشمکان کړي اوسپوږمۍ په ننداره سي

چې ټول عمر مې تول کړی دمعنا پــــــه تــــــرازو کـــــــې

له دې شیبو نه پرته ، نور یې ټوله بـــــې فـــــایــــده سي

داستا لیونۍ مینه مــــعـــروفــــي امـــــانــــــت بـــــولي

هــــر راز دې یو الماس زمــــا دعــــمــــر خــــزانـــــه سي

د شاعر نور شعرونه ←