پښتو ادب · شاعران
درویش دوراني
د درویش دوراني پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
پـه مړو کتو مي پر زړ ګي باندي باڼه تېروې
زما د کور پــــر کـاڼي مــا و ته چاړه تېروې
شعرونه
40 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
درویش دوراني
د يار و زلفو ته به ځير ومه تر ډېره پوري
ځوړند به زهّ په دا زنځير ومه تر ډېره پوري
مور که به څهّ هم ددښمن وه خو چي بّوره به شو
په خدای چي زهّ به په زهير ومه تر ډېره پوري
جانان ویيل چي دا زما د بار خوزربه ستا وي
په دې خبره زهّ امير ومه تر ډېره پوري
زما د خپل بخت ستوری نه وّ ، ستا د زنې خال وّ
چي زه ئي ﻻندي تر تا ثير ومه تر ډيره پوري
د دغو خلکو ساده توب دی تر دې حده پوري
چي زهّ دروېش هم پکي پيرومه تر ډېره پوري
د مدينې وخواتهبشپړ شعر ولولئ
د مدينې وخواته
درویش دوراني
د مدينې وخواته ځي او تر مطلبه رسي
پر دغه ل ر باندي مومن تر خپله ربه رسي
هر یو تاوان چي رارسېږي، ړي له خپله لاسه
خو ما ته ګټه همېشه ستا له سوبه رسي
تر هغو پښو لاندي مي زړهً لکه تڼه که مات شه
چی ستا د ميني په سفر کي تر عربه رسي
په سپينو ستورو ئي بدل ښي د زړه تور داغونه
کله چي ستا روښانه نوم د چا تر لبه رسي
دا وېره نشته چي لمن به شي خالي د دروېش
ستا پېرزوينه داسي ده چي همېشه*به رسي
زړګيهبشپړ شعر ولولئ
زړګيه
درویش دوراني
ځه چي په صلا د وخت په بله خوا قدم واخلو
ځه چي چرته ، تهْ غواړې په هغه خوا قدم وا خلو
چي وي د حورو خواښې مور د شهيد
ستا د رضوان په باب كي دا رايه وه
چي پېره دار دآ بس پر كور د شهيد
چي زويه تل اوسه د زور ملګرآ
چي د هېواد په سره لمن لګېږي
د هغه مست ژبغړاند اور ملګرآ
او ستا بچَآ ستا په خبرو تېر ووت
ما ته د ګټي لار معلومه شوله
ستا لېونَآ ستا په خبرو تېر ووت
هغه تباه شو، هغه سر وبايلوو
ما جنتي ماڼۍ كړې ځان له جوړي
هغه د خپل ژوندون كوثر وبايلوو
خداى خبر اوس پر كوم اّسمان ځلېدئ
زما د تن په تـكو سرو وينو به
ګوره چي نن د چا څراغ بلېدئ
زهْ دي سايې ته د محل نهْ پرېږدم
تهْ خو له ما غواړې او بهْ او ډوډۍ
زهْ د خپل كور مخته ستا پل نهْ پرېږدم
سپــوږ مــۍبشپړ شعر ولولئ
سپــوږ مــۍ
درویش دوراني
په شان د مور، شپه مخلوقات پر ځنـګنو ويدهْ كړي
په الاهو ورته ګويا وي د شمال په ژبه
دا خپل بچوړي ټول په مينه، په للو ويدهْ كړي
چي پر اّسمان كله وږۍ ، كله مات خال جوړه شې
ښكاري د چا د تاريك غولي دآ احساس درسره
داچي په تـكه توره شپه كي سپين مشال جوړه شې
تهْ لږ و ډېر د شنهْ اّسمان په فـكر هم و ژاړه
زهْ دي قربان شم پر خوږمن انسانيت ميْني
يو څو شېبې خو د خپل ځان په فـكرهم و ژاړه
دا شايد ځكه چي قائم دي مساوات كړل سپوږمۍ
درول شوي چي تر منځ وو د امير او غريب
هغه بتان د امتياز دي واړه مات كړل سپوږمۍ
له لويو، لوړو محلونو سره سم په سمه
تهْ د جونګړي خوا و شا ته هم ځلا وركوې
له تا خفه دي د مظلوم د حق خوړونكي په دې
چي په يَوه پېمانه هر چا ته رڼا وركوې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
درویش دوراني
دښمن په زوره نــــنــــووت پـــه کــــــور د پښتا نه
خـــــو دغـــــه کــــار یـــې هــــم وکــړ زور دپښتا نه
څـــالاکــه دښـــمــنـا ن چي یې سر وړي هغه مها ل
مشغــو ل لکه ماشو م کړي په څه ورور د پښتانه
دســــتـــي د پـــښـــتــــانـــــه پــــه ولـــګـوي غاښ
چي هـــر يـــخـــزڼی مار تود شي په اور د پښتا نه
و يړيا به یې هم در کړي که ئې زړه وي ستا په کار
خو سر په هــــر حــــالــــت کي دی په پور د پښتا نه
دروېش ور پسي ټــــول عـــمــــر اخـــسـتی ؤ څراغ
خو چرته یې هم ونه ليد غــمـخـور د پـــښــتـــا نــــه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
درویش دوراني
زړه مـــي درد کو ي له زړه ورپسې ژاړم
د ښمنا ن چي مي و ي مړه ورپسې ژاړم
ما د يـــار دغــه غوښتنــه هم پرځای کړه
نه ئې نوم اخـــلـــم او نــه ورپــــسې ژاړم
بېلتانه د ي د هر چا په غم شريـــک کړم
يار د بل درومـــــي او زه ورپــــسې ژاړم
چي تر څو مي وي دا ژبه يــــــــــادوم ئـــې
چي تر څو لرم لــېــــمـــه ور پـــســـې ژاړم
مخ او زلفـي ئــې پــه ياد راځي دروېـشه
پـــــــه رڼــــــا او پـــــه تياره ورپسې ژاړم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
درویش دوراني
پــــه تــــــيــاره کــــــي د اوربـل ګورم لګيا يم
د خـــپـــــل ورک زړ ګوټي غل ګورم لګيا يم
ستا د لاري ګرځ مي پـروت د ی پــه لېمو کي
په دې خاوره کي ستـــا پــــل ګـــورم لګيا ګو
ولي توري اوښکي نه څـــڅـــو ئ ســـتـــر ګو
زه چــــي يــــار لـــره کـــجـــل ګـــورم لګيا يم
شــــايـد وخت دی د زوال سيوری هم نشته
زه د هــــــر د یـــــوال بــــغـــل ګورم لګیا یم
هــــــــر يـــــو غــم وائــي چي ما درسره بوزه
چي دروېــــــــش د لاري مــــل ګورم لګيا يم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
درویش دوراني
مــــوســــم بــدل د ی ښائي تللي مر غا ن بېر ته راشي
و خپل وطن ته د کــــډوالــــو کــــاروا ن بېرته راشي
ستا ولـــونــــه ولــــونــــه زلفي وباسم له خپله خياله
يــــو ســاعــت پس که ګورم دغه ماران بېرته راشي
بـــېـــلـتونه دا ځل د ي نو عمر دومره لنډ شه چي زه
پـــــه لــمـــن اوښــکي و چو م او جانا ن بېرته راشي
چـــــرتـــه کـــه کـاڼـــــی او تند ی بيا سره وجنګېد ل
منځ ته به زخم د ګواښ کړوني په شان بېرته راشي
دروېـــشـــــه داســـي بــه و نـه شي چي زموږ هديرې
سپـين ږيري وګر ځو ي ټول او ځوانان بېرته راشي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
درویش دوراني
پـــــــه مــــړو کـــتـو مي پر زړ ګي باندي باڼه تېروې
زمـــــا د کـــــور پـــــر کـاڼـــــــي مــا و ته چاړه تېروې
د يـــار پــر زړه بـــاندي با ستا اوښکي اثر ونه کړي
پر دې غوړ لو ښي به تـــــر څــــو ســـړې اوبه تېروې
لمرمخې ياره ستا خويونه هـــم د لمر غوندي شول
پـــه راتــــګ هــره ورځ راځــــې مګر شپه نه تېروې
نــصــيـبه بيا د يـــار لــــه شونډو يم بې برخي روان
ظـالـــــمه دا ځـــل مـــــي هــــم تــــږی تـرواله تېر وې
نورو خپل خوږ پرسراخستي وي په سروزخموکي
دروېــــشـــــه تـــــه يـــې پټ ساتې ته پرزړه تېروې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
درویش دوراني
رقيب دا دومره لوی انعام وانه خــــــلي
يـــــار د هـــغه د خــــلې ســــــلام وانـــه خلي
هرڅه مولوټ شول،اوس اسمان ته ګورو
څوک مو له سره دغه با م وانــــه خــلــــي
خپل سر په دې ژغورمه ستا له توري
دا ونـــــه هـــم درپســــــې ګا م و انــه خلي
د دروېش زړه به بيا رڼا ونـــــه کــــړي
دغه ډېوه که يار پــه پام وانــــه خــــــــلي