د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي درویش دوراني شعرونه

غزل

پـــــــه مــــړو کـــتـو مي پر زړ ګي باندي باڼه تېروې

زمـــــا د کـــــور پـــــر کـاڼـــــــي مــا و ته چاړه تېروې

 

د يـــار پــر زړه بـــاندي با ستا اوښکي اثر ونه کړي

پر دې غوړ لو ښي به تـــــر څــــو ســـړې اوبه تېروې

 

لمرمخې ياره ستا خويونه هـــم د لمر غوندي شول

پـــه راتــــګ هــره ورځ راځــــې مګر شپه نه تېروې

 

نــصــيـبه بيا د يـــار لــــه شونډو يم بې برخي روان

ظـالـــــمه دا ځـــل مـــــي هــــم تــــږی تـرواله تېر وې

 

نورو خپل خوږ پرسراخستي وي په سروزخموکي

دروېــــشـــــه تـــــه  يـــې پټ ساتې ته  پرزړه تېروې

د شاعر نور شعرونه ←