د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي درویش دوراني شعرونه

غزل

پــــه تــــــيــاره کــــــي د اوربـل ګورم لګيا يم

د خـــپـــــل ورک زړ ګوټي غل ګورم لګيا يم

 

ستا د لاري ګرځ مي پـروت د ی پــه لېمو کي

په دې خاوره کي ستـــا پــــل ګـــورم لګيا ګو

 

ولي توري اوښکي نه څـــڅـــو ئ ســـتـــر ګو

زه چــــي يــــار لـــره کـــجـــل ګـــورم لګيا يم

 

شــــايـد وخت دی د زوال سيوری هم نشته

زه د هــــــر د یـــــوال بــــغـــل ګورم لګیا یم

 

هــــــــر يـــــو غــم وائــي چي ما درسره بوزه

چي دروېــــــــش د لاري مــــل ګورم لګيا يم

د شاعر نور شعرونه ←