د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي درویش دوراني شعرونه

غزل

دښمن په زوره نــــنــــووت پـــه کــــــور د پښتا نه

خـــــو دغـــــه کــــار یـــې هــــم وکــړ زور دپښتا نه

 

څـــالاکــه دښـــمــنـا ن چي یې سر وړي هغه مها ل

مشغــو ل لکه ماشو م کړي په څه ورور د پښتانه

 

دســــتـــي د پـــښـــتــــانـــــه پــــه ولـــګـوي غاښ

چي هـــر يـــخـــزڼی مار تود شي په اور د پښتا نه

 

و يړيا به یې هم در کړي که ئې زړه وي ستا په کار

خو سر په هــــر حــــالــــت کي دی په پور د پښتا نه

 

دروېش ور پسي ټــــول عـــمــــر اخـــسـتی ؤ څراغ

خو چرته یې هم ونه ليد غــمـخـور د پـــښــتـــا نــــه 

د شاعر نور شعرونه ←