د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي درویش دوراني شعرونه

غزل

د  يار  و  زلفو   ته    به   ځير  ومه  تر  ډېره  پوري 

ځوړند  به  زهّ  په   دا  زنځير  ومه   تر  ډېره  پوري

 

مور که  به  څهّ هم ددښمن  وه خو چي  بّوره به شو    

په  خدای  چي  زهّ به په زهير  ومه  تر ډېره پوري

 

جانان   ویيل   چي   دا  زما  د  بار خوزربه ستا وي

په   دې  خبره   زهّ    امير    ومه   تر   ډېره    پوري

 

زما د خپل بخت  ستوری نه وّ ، ستا د زنې خال وّ

چي زه  ئي  ﻻندي  تر  تا ثير   ومه   تر  ډيره  پوري

 

د دغو  خلکو  ساده  توب  دی  تر دې  حده  پوري 

چي  زهّ  دروېش  هم  پکي  پيرومه  تر ډېره پوري

د شاعر نور شعرونه ←