د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي درویش دوراني شعرونه

غزل

مــــوســــم بــدل د ی ښائي تللي مر غا ن بېر ته راشي

و خپل وطن ته د کــــډوالــــو کــــاروا ن بېرته راشي

 

ستا ولـــونــــه ولــــونــــه زلفي وباسم له خپله خياله

يــــو ســاعــت پس که ګورم دغه ماران بېرته راشي

 

بـــېـــلـتونه دا ځل د ي نو عمر دومره لنډ شه چي زه

پـــــه لــمـــن اوښــکي و چو م او جانا ن بېرته راشي

 

چـــــرتـــه کـــه کـاڼـــــی او تند ی بيا سره وجنګېد ل

منځ ته به زخم د  ګواښ کړوني په شان بېرته راشي

 

دروېـــشـــــه داســـي بــه و نـه شي چي زموږ هديرې

سپـين ږيري وګر ځو ي ټول او ځوانان بېرته راشي

د شاعر نور شعرونه ←