واى واى دروند دى امېل/ عصمت قانع

کله چې سمې، پاکې، مستقيمې او نېغې لارې بندې شي، خلک په ناسمو لارو ځي. کله چې غل مسوول شي، د غلا فرهنګ وده مومي، کله چې جرم ونه رټل شي، مجرم پياوړى کيږي، کله چې سوله ييز نظم اخلال شي، ټولنه د نا ارامۍ په تبه اخته کيږي او کله چې بيرته د سوله ييز نظم قالب ته ونه لويږي د نا ارامۍ تبه يې په وبا بدليږي او وبا بيا په سخته تداوي کيږي، سرايت يې له محدوديت څخه وځي.
کله چې د عقلانيت پر ځاى د ليونتوب پېريان کښيني، هر څه د جنون او لېونتوب په مدار را څرخي. خو بالاخره انساني عقل بری مومي او مار چې هرڅومره کوږشي دغارپه خوله مستقیم ورننوزي .
په افغانستان کې له تېرو څلوېښتو کالو راهیسي جګړو او فتنو دسیمي او نړۍ دبې ثباتو نقشو او دسیسو غمازي وکړه.
دغه جګړې پر افغانانو وتپل شوې او عوامل يې هم په افغاني رنګ ورنګېدل، خو جګړې او نشې هیڅکله هم افغاني نه وې.
افغان ملت له نن څخه څلور سوه کاله وړاندي د بشریت د عقلانیت یوغوره تعریف وړاندي کړ . د افغان فرهنګ نومیالی شعور خان علین مکان وايي.
بند و بست دکاینات دی په خبرو
لس له سلو صدقه شه سل له زرو
کله چي افغان ملت خپلې ارادې ته مخه کړه نو نړۍ ته يې وښوده چې ترهر چا متمدن ملت دی او د انسان پرنېکمرغه سرنوشت باور لرونکی اولس دی.
د حمل پر شپاړسمه افغان ملت دخپلې اوږدې او له کړاوه ډکې ماضي حال دخپلې مدني څېرې په اینه کې نړۍ ته ور وښوده.
د حمل پر شپاړسمه افغان ملت نړۍ ته وښوده، چې د فارس تر لساني شاونیستا نو او برتري غوښتونکو يي فرهنګي او مدني څېره زر ځله روښانه ده.
همدارنګه دهند د نیمې وچې هغه جمهوریت چې د مذهبي تعصب پر بنیاد رامنځ ته شو او د اسلامي طلاحي مملکت په نامه دجنوبي اسیا د محکومو قومونو دحق خود ارادیت پر هند داستعماري توطیو د یوه لابراتوار کار ترې واخیستل شو ،په خپل ټول تاریخ کې دملي ارادې دتمثیل لپاره دافغانانو په څير سره راغونډ نه شو.
دحمل پر شپاړسمه نیټه افغانانو نړۍ ته خپله څیره له دې پیغام سره په رڼه هنداره کې ورښکاره کړه چې موږ متخاصمې او دښمنې قبیلې نه یو.
موږ د ډبري د دورې هغه ملت نه یو، چې د ډیموکراسۍ د منلو ظرفیت ونه لرو بلکه هغوی ،چې نن ډیموکراسۍ د خپل ملي تصویر هنداره بولي او د مد نیت دتصمیم ادعا کوي تر افغانانو متمدن نه دي او نه وو .
افغان ملت په تاریخ کې دلومړي ځل لپاره منتخب پاچا د واک پر تخت کښېناوه . دشير سرخ په جرګه کې هیچا هم دا اټکل نه شوای کولای، چې دابدالیو د وړې قبیلې ۲۵کلن ځوان احمد خان د زمان خان زوی به واکمن شي ، خو د ملت اجتماعي شعور احمد خان واکمن کړ او احمد خان د خپل استعداد په زور داسي امتحان په بري سره سرته ورساوه ، چې تر اوسه پوري دافغانانو بابادی .
موږ دتېرې څلویښت کلنې فاجعې له تېرېدو وروسته اوس اوس دخپلو ناپایه کړاوونو په قېمت او بیه دملي ارادي دتعمیل فصل پوخ کړی دی.
موږ ککرې وکرلې ، چې دشعور فصل ثمر ته ورسوي . او د حمل پر شپاړسمه زموږ د ملي بقا دسیاسي شعور فصل پوخ شو . دحمل پر شپاړسمه افغان وطن دنړۍ پرمخ په خپل اصلي شکل کې ځان راڅرګند کړ، دشعور ملت ، د تهذیب ملت، دانساني ارزښتونو د درنښت ملت، دجرګې ملت ، دمرکې ملت ، دتفاهم ملت ، دزغم او تحمل ملت، دعقلانیت او حقانیت ملت، دمدنیت او جمهوریت ملت، د روغې جوړې ملت، دننواتې ملت ، د اجتماعي تحرک ملت، دسیاسي پریکړې ملت، له نړۍ سره دملګرتوب ملت او دخپلې ارادې د واکمنتوب ملت ،اوس اوس چې افغان ملت دخپل وجود ننداره دنیاوالو ته وړاندي کړه ،د دنیاوالو هم پوخ باور پیداشو ،چې افغانستان دیوه ملت ملکیت دی او دافغانستان د واک اختیار هم له افغان ملت څخه دی.
که رښتیا هم نړۍ د ډیموکراسۍ یو خصلت دابولې چې ملتونه دي دخپل سرنوشت پریکړه په خپله وکړي ،افغان ملت څلوېښت کاله دیوې سترې غمیزي بار پر اوږو پورته کړ ناپایه کړاوجن حالات يي شاته پریښودل ، او بالاخره دخپلې رايې په زور يې له جنګ، افراطیت ، خشونت او بې عدالتۍ څخه غچ واخیست.
اوس چې دافغان ملت د ارادې اصلي شکل راڅرګند شوی ،دجګړې او معاملې ټیکه داران باید پر ځای کښيني.داچې د انتخاباتو نتېجه اشرف غني ته واک سپاري که يې ګل غني ته سپاري ، فضل غني واکمن کوي، که سید غني، دا دافغانستان د ملت حق دی. ملت په صحنه کې دی ، ملت حضور لري ، ملت موجود دی او دملت شعور دافیصله کړې ده چې څوک دي واکمن شي . اوس باید دملت دفیصلې له سبوتاژڅخه لاس ومینځل شي .
زه پرون هم د اشرف غني مخالف وم نن يي هم یم او سبابه هم مخالف واوسم ، خو که دملت پرېکړه دا وي چې غني دي واکمن شي، په تش لاس به هغو ګولیو ته سینه سپرکړم ، چې دملت د پریکړې د سبوتاژ په سنګرکې د ټوپکیانو په شاجور کې پرتې دي.
څوک دي دافکر نه کوي ، چې تقلب به دافغانستان دخلکو دپاکو رایو ځای ونیسي، ما مخکي وویل چې ملت په صحنه کې دی او څوک دي دافغانستان ملت غیرحاضر نه بولي.
د معنوي په مدیریت ایراني او روسي پانګې د تقلب پراخ جال غوړولی دی او ممکن دغه جال د افغانستان د ملت غوڅه پرېکړه یوځل بیا له ازمایښت سره مخامخ کړي ، خودغه ناورین به د تقلب کارانو دغاړې هغه امېل وي ، چې دخلکو د طنزاو مزاح سلیقه به ورپوري سندره شي.
وای وای دروند دی امېل
په غاړه يې مه وړه سنګین دی امېل
هسي نه چې د قدرت،هوس د تقلب کارانو غاړې کږې کړې او یا يې ماتي کړي ، زه یو ځل بیا وایم چې پر خپل مخالفت ولاړ یم ،ملاحظات لرم خو زما ملاحظات زما انفرادي انګېرنې دي ، د ملت پرېکړه دوخت زمان او مکان غوڅه پرېکړه ده ، چې باید ټول يې ومنو او که يې څو ک نه مني ، باید چې د افغانستان د ملت له پراخ مدني مقاومت سره مخامخ شي نه له جهاد او مقاومت سره.
جهاد او مقاومت دبې منطقه ټوپکیانو غرت او غومبر دی خو مدني مخالفت مهذب ملت د سوله یز مخالفت او مقاومت روح دی، چې څوک یې مخه نه شي نیولای . څوک به مهذب مدني مقاومت رهبري کوي، ایا کاندید لیډرشیپ او که دځوان نسل نوی شعور دابه هم دملت دسیاسي شعور پریکړه وي.