مخدر مواد/ اجمل پسرلی

خبر شوم چې د زیبرانسکي خور په مخدر موادو روږدې شوې ده. د دې نجلۍ ټول خرڅ هم د ده په غاړه دی. له زیبرانسکي مې پوښتنه وکړه چې دا خبره ریښتیا ده؟
ده شونډه په غاښ وریودله، سر یې وخوځاوه او ورو یې هو کړل. ما ورته وویل:
– ته نه شي کولی چې لږ فشار پرې راولې چې له نشو لاس واخلي
– زه چې کله ورسره وینم د نشو غیبت ورته کوم
– خو ښکاره ورته ووایه چې دا کار مه کوه
– هسې مې هم تر غوږ ورتیره کړې ده
– نو ورته ووایه که دې بل ځل نشه کړې وه پیسې نه درکوم
– هسې ډیر فشار ښه نه دی باید خپله پوه شي چې دا بد کار دی کنه زما لپاره به یې مخامخ بس کړي په پټه به بیا خپله نشه کوي
– نو تر کله به ورته صبر کوې
– ترڅو چې خپله دې نتیجې ته ورسیږي چې زه په ناسمه روانه یمه
– که ته پیسې پرې ودروې د نشې پیسې به له کومه کوي
– بدلمني ته که مخه کړي؟!
– نو ته د همدې لپاره پیسې ورکوې؟
– هو او ډیره خواري کوم چې ذهنا دا ومني چې نشه بد شی دی. هغه ورځ مې ملګري راته ویل چې یو ناول په جرمني لیکل شوی او اوس په چکي ژباړل شوی دی د دې کتاب پیغام دا دی چې نشه بده ده. زه مې خور ته په کلیزه کې هم یو نوی موبایل اخلم او هم دا کتاب ورکوم.