کورپاڼه / پښتو شعرونه د بیلتانه په توقیف کېافغان اتلان · پښتو30 مې 2015 ما محکمې ته معرفي کړه بیا مې مه راپرېږده ځان څارنوال اوهم قاضي کړه بیا مې مه را پرېږده د بیلتانه توقیف کې نه شم اوسیدلی نور زه نن فیصله پر ما حتمي کړه بیا مې مه را پرېږده پرېږده چې پروت وم ستا د مینې زندانونو کې تل هلته مې ښه کوټه قلفي کړه بیا مې مه را پرېږده چې رقیبان او غمازان مې نندارې ته راشي د زړه محبس کې مې بندي کړه بیا مې مه راپرېږده په ورځ کې سل ځله کرېنډونه راکوه د مینې خو په سروشونډو مې راضي کړه بیا مې مه راپرېږده د بنګړو شور راته کوه خوب ته مې مه پرېـږه ده پدې باڼو مې چارماري کړه بیا مې مه را پرېږده نه دې وکیل غواړم او نه هم شکایت کومه د عمر قید پر ما جاري کړه بیا مې مه را پرېږده قاتلې سترګې دې پایرې راباندې ودراوه ظالمې ښه مې جزایي کړه بیا مې مه را پرېږده نه مې برأت پکار نه بله محکمه غواړمه په تورو زلفو مې پانسي کړه بیا مې مه راپرېږده عثمان رسولي ليکنه چليدنه مخکینی مطلب: د پښتو ورځې په وياړراتلونکی مطلب: د پښتو ورځی په ویاړ ځواب دلته پرېږدئستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *څرگندون * نوم بریښنالیک ویب پاڼه