کورپاڼه / پښتو شعرونه بس ملګري دې ژوندي وي !افغان اتلان · پښتو8 جولای 2015 اسدالله غيرت چې واړه ستونزه کې ګير شم يا اخته د ځان په وير شم را روان ټول ګړندي وي بس ملګري دې ژوندي وي که د غم خوښۍ محفل وي که لوونه که غوبل وي ټول موجود خپل او پردي وي بس ملګري دې ژوندي وي مور مې وايي د زړه سره کوم يو کار به کړې ترسره چې نه وس وي نه سړي وي بس ملګري دې ژوندي وي په هر ځای کې راسره وي هر مجلس پرې ښايسته وي که غمونه که ښادي وي بس ملګري دې ژوندي وي که کمکي دي که لويان دي ټول ياران راباندې ګران دي تل دې داسې ميړاني وي بس ملګري دې ژوندي وي تل دې خوښ وي تل دې ښاد وي ټول ياران دې ذنده باد وي که څوک روغ که ليوني وي بس ملګري دې ژوندي وي اې غيرته اخلاصياره چې غږ وکړې له هر کاره ټول حاضر به سمدستي وي بس ملګري دې ژوندي وي 1392/9/30 ليکنه چليدنه مخکینی مطلب: ښه کار وکړئ او د فکري ناروغیو څخه ځان وژغورئراتلونکی مطلب: افغانه شاعره او لیکواله شفېقه خپلواک سره د جعفر هاند مرکه ځواب دلته پرېږدئستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *څرگندون * نوم بریښنالیک ویب پاڼه