د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

ښاغلي سردار ولي څرک شعرونه

13 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

ښاغلي سردار ولي څرک دارواښاد سيدعلي زوى پر کال ( ١٣٦٢) لمريز دجلال آباد ښار په روښان مېنه کې زوکړى دى . نوموړى  له آره دچپليار ولسوالۍ دهديا خيلو دسېمې اوسيدونکى دى .
سردار لا ماشوم و چې کورنۍ يې پاکستان ته مهاجره شوه ، او له څو ځايه کډو ګرځولو وروسته يې دشمشتو په کيمپ کې  دنورو ډېرو افغانانو په څېر واړول . پلار غريب يې يو او بل ځاى مزدوري کوله او خپلوچيو ته يې دبيګا او سبا نفقه برابروله . په پردي وطن  دبې وزلۍ شپې ورځې تېريدي ، سردار دشپږو کالو شو خو لا ښوونځي کې شامل شوي نه و چې پلاريې د ( ١٣٦٨ ) لمريز کال دلوى اختر په دويمه چې دجمعې مبارکه ورځ وه پرداسې مهال چې دجمعې لمانځه ته يې اودس کاوه چې عزرايئل يې له دې ستړې نړۍ سره دتل لپاره اړيکې وشلولې (( روح يې په جنت کې )).
دپلار له مړينې وروسته يې دکورنۍ پالنه د سپين سرې نيا په سر شوه . ښه مې ياد دي چې همدې سپين سرې ادې يې سردار په  شمشتو کې ديتيمانو لومړني ښوونځي (( دارالفرقان )) ته راووست او په زده کړو يې بوخت کړ .

نوموړي لومړنۍ زده کړې په دارالفرقان ، منځنۍ هغه يې د جلال اباد ښار په نصرت ښوونځي کې او دثانوي زده کړو بري ليک يې پر کال ( ١٣٨٢ ) لمريز له ميا عمر لېسې واخيست .
د همدې کال دکانکور له ازموينې وروسته نوموړى دننګرهار پوهنتون دکرنې پوهنځي ته بريالى شو خو  دلوړو زده کړو له نعمته خپلې بې کسۍ او بې وسۍ لري کړ . او پرځاى يې ددندې موندنې په لټه کې شو .شاعري يې له  (١٣٧٧) لمريز راهيسې پيل کړې چې تر دې دمه يې پر دې ټولګه  (( ستا داقرار په تمه شپې تېروم )) سربېره يو شمير نور شعرونه او يوه وړه ټولګه لنډې کيسې هم ليکلي .
څرک له بېلا بېلو دولتي او نا دولتي خپرونو ، تلويزيوني چينلونو او اژانسونو سره دخبريالۍ تر لنډ مهاله دندو وروسته اوس  دننګرهار علمي او فرهنګي مرکز ((مديوتيک)) له خوا د خپرنيز ارګان (( ننني افغانستان )) مرستيال دى.
په پاى کې څرک ته ددې ټولګې دخپريدا مبارکي وايم او په فرهنګي چارو کې يې دزياتو برياوو په هيله .

ښاغلي سردار ولي څرک شعرونه

څلوریزې

زه يې له اوښكو سره څــــــخمه ساقي ميو كې ماله تــــــــــه اوبــــــــه مه اچوه رقيبه! ما ځنې نور غــــــلــــــى شــــه ته لكه د سپي راپسې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي سردار ولي څرک شعرونه

څلوریزې

د تېرو شپــــــو مې سحر داسې نــــــــــه و پيكه بــــــــه وو خو مګر داسې نـــــــــــه و ښار كې به هم جــــــــونې اوبو ته راځي خو…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي سردار ولي څرک شعرونه

مرور جانان ته !

پر تخت زما د زړګي ناسته مغروره پاچا مه شه غرور دې زوال تاته چې هرڅه ښکارم ښکارم به ياره درته خو، زه همدومره وايم…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي سردار ولي څرک شعرونه

غزل

چې ورته وګورم کـــچـــه غــــــونــــــــدې شي چې ورته نه ګورم خـــــفــــــه غـــــونـــدې شي     زما او ستا دغــــــــــه خـــــــــوږه يـــــــــارانــــه خداى خو دې نه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي سردار ولي څرک شعرونه

سوال

ما خو اشنا نه غوښتل چې زړګى وبايلمه ژوند مې لمبه، لمبه كړم شمار لېونيو كې شم خو، ته مې مخ ته راغلې  راسره شوې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي سردار ولي څرک شعرونه

غزل

ساعت ، ساعت شېـــــبـه شېبه پښتانه کوي يـــــو بـــــل ســــــــره جګړه پښتانه   د خير تـــــــه نــــــــه دي خو دشرکارو ته تيـــــــار لـــــه څېــر مې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي سردار ولي څرک شعرونه

غزل

له تــا قــــــربان شمه زار،زار جانانه ستـــــرګــــــې راواړوه يو وار جانانه     شي چې مــــا وته موسکۍ شې کله سپرلى سپــــرلى ، بهار بهار…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي سردار ولي څرک شعرونه

انقلاب

هره خوا سپرلى، سپرلى و، هره خوا نغمه، نغمه وه فطرت ډک له رنګينو و، هره خوا خوږه وږمه وه شپنو به تل په مينه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي سردار ولي څرک شعرونه

غزل

ما مينه کـــــــــــــــړې ده ما زړه بايللى په تامې ګرانه اشـــــنا زړه بــــــــايللى   يوازې زه پرتا ميــــــــــن خـــــــو نــه يم تا باندې ټولې دنيا…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي سردار ولي څرک شعرونه

غزل

مــنـــمــــه اور بـــــه په شېبه لګيږي خــــــــو پــــه وژو يــې زمانه لګيږي   لكه تيركـــــــش دې باڼه داسې ياره رســـــا، رســــا پــــــه نشانه لګېږي  …

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي سردار ولي څرک شعرونه

غزل

هغـوى چې هوش كې دي، پرې څه پوهېږي چې بې هــــوشــــي، بــې هوشي څه ته وايي   اول تـــــــــه ميــــــنه، محبـــــــــت وكــــړه تــه بيا به…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي سردار ولي څرک شعرونه

غزل

دغــــــه لــــــــه نـــــازو ادا جـــــــــوړه جــــنۍ مه كړه خاوند چـــــې شي نـــــــــاجوړه جنۍ ښه درته وې مې مــــــازيــــــــګر دى كـــنه اوس دې دا سره لاســــــونه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي سردار ولي څرک شعرونه

غزل

 برى يې نشته ناكاميږي سړى مينه كې هر وخت بدنامېږي سړى د دغه وخت په ښكلو، ښكلو باندې بد به كوي چې مينېږي سړى زما…

بشپړ شعر ولولئ ←