افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
دغــــــه لــــــــه نـــــازو ادا جـــــــــوړه جــــنۍ
مه كړه خاوند چـــــې شي نـــــــــاجوړه جنۍ
ښه درته وې مې مــــــازيــــــــګر دى كـــنه
اوس دې دا سره لاســــــونه مـــــروړه جنۍ
زما د زړه بـــــــرج يــــــــې راونـــــــــــــــړاوه
ده د مندېش اميـــــــــر كــــــــروړه جـــــــنۍ
چې لږ زما په حــــــــال دې رحـــــــــم راشي
خــــداى خو دې تا هم كړي نـــاجوړه جنۍ
خپله هــــم سپينه، زړه يــــې هــم درواخله
سمه لــــــه واورې نــــــه ده جـــــــوړه جنۍ