پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
ښاغلي عزت الله پیژاند شعرونه
5 شعرونه
د شاعر ژوندلیک
ښاغلى عزت الله پېژاند پر1356 لمريزكال د كندهار په زرغونه غېږ كې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي، ښاغلي پلار يې "احمد شاه" د خپل تنكي ارمان د زېري په اورېدو سره په زړه كې ډېرې داسې هيلې وروزلې چې د ژوند ډېر سپېره اړخونه يې پرې ښكلي شول.
پېژاند اوس خپلې منځنۍ زده كړې پر مخ بيايي، ددې تر څنګ د يوه بااحساسه نرس په توګه په ميرويس روغتون كې دنده تر سره كوي، له درېيو كلونو را په دېخوا شعرونه ليكي؛ ددې وروستيو وختونو شعري بيان ته يې د هيلو سترګې وراوړي، د ازاد شعر پر ډګر هم د خپل اّندوخيال نيلى په ښه برياليتوب سره ځغلوي.
په لفظي انځورونو كې ځانګړې عاطفه او اّند سره ګډوي، چې خوږلني او ظرافت يې هر زړه ته لار پرانيزي. هنري جوړښت او د انځورونو راڼه توب ته ډېره پاملرنه كوي، همداراز يې د هېواد د وروستيو هغو غميزو او ناخوالو ځينې برخې انځور كړي چې د هر افغان زړه ترېنه شين شوى دى، د كندهار او نورو ځايونو په خورو ورو خپرونو كې يې شعرونه او نورې ليكنې خپرې شوي او په دي وروستيو مياشتو كې يې يو شمېر لنډې كيسې هم ليكلې دي.
د پېژاندصيب ازاده شاعري تر قافيه والې هغې ډېره ده، چې په ازاد شعر كې ښه په بري سره روان دى، يو وروستي ازاد شعر يې په كندهار كې د لومړۍ درجې جايزه وګټله.
قافيه واله شاعري يې هم ښكلې ده، پر لږو بيتونو ډېره خوار كوي او هڅه كوي چې شعر يې بېځايه اوږد نه شي، هغه خبره چې په لنډو ټكو كې كېږي په ډېرو الفاظو كې يې نه پېچي.
زرينې پاڼې
ورليكم يې پر سترګو ،پر لېمو زرينې پاڼې اشنا چې رانه غوښتي دغه څو زرينې پاڼې سپوږمۍ بېګا د بام تر سره پټه – پټه…
بشپړ شعر ولولئ ←تمه
زه چې ماښام تنها له ځانه سره د تېر سهار د غم سكې وشمېرم او دخپل خيال په ګوتو يې د زړګي په تل كې…
بشپړ شعر ولولئ ←ماڼۍ
د اسوېليو، د دردونو او زخمونو ماڼۍ څوك به را جوړې كړي زموږ د ماتو زړونو ماڼۍ؟ ټوپكه! ستا بدمرغه خوله چې ترېنه واوښتله په…
بشپړ شعر ولولئ ←اوښكې او يادونه
يو وخت به ما او اشنا جوړه-جوړه او لاس تر غاړې تللو د پورې غره لمن ته هلته به لاره كې د كلي نجونو راته…
بشپړ شعر ولولئ ←باز
ولې پوښتئ ښكلو نه د شپو كيسې ؟ دوى خو په لېمو كې زده كړه كړې ده زه هم اخر يمه ددې غرونو باز ما…
بشپړ شعر ولولئ ←