افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
خوب
خوب څونده ښې شېبې دې
کله چې زه بيده يم ستا سره يم
او زما و ستا تر منځ د ديد لپاره
د کړاونو او اغزيو ډکه لاره او مزلونه نه وي
خوب څونده ښه ژوندون دی
کله چې زه بيده يم درد نه لرم
روح مې اباد وي او تمامې هيلې،
مې پوره شوي ښکاري
خوب څونده ښه سفر دی
کله چې زده بيده يم کرکه او نفرت نه لرم
د يو ماشوم په شاني ټوله مينه مينه او سپېڅلی يمه
نو اې واکمن څښتنه
ستا څخه بس دا يوه هيله لرم
چې زما دا پاته ژوندون
د خوب په شاني تېر کړه.
عزت الله پيژاند
طلوع ټلويزون، وزير اکبرخان، کابل
16_02_2007