د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه

42 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

 نوم مې بختيار او تخلص مې تلاش، د ميرغلام تلاش زوى له نن نه شل کاله وړاندې د کامې ولسوالۍ د ارباپانو په قريه کې زېږېدلى يم چې اوسمهال د جلال اباد ښار د عيدګاه جومات تر څنګ مېشت يم ، په ١٣٩٠ لمريز کال کې د عبدالوکيل له لېسې څخه په ښه درجه فارغ شوم په ګڼو ژورنالېستيکو ورکشاپونو کې مې ګډون هم کړى ، تر اوسه مې يوه د ټپيزو ټولګه چې ( په زړه مې ته وې خداى رانه کړې) د چاپ په پار ښکلې شوې ده او دوه ناچاپ اثار لرم،چې يوه پر کتابونو باندې تبصرې دي ( کتاب پېژندنې) او يو ژباړل شوى ناول دى، لنډې کيسې هم ليکم او تر ډېره مې ژباړلي دي، ښايسته ګڼ شمېر شعرونه هم لرم،خو د شعرونو د چاپ لپاره مې لا څه پلان نه دى نيولى،همدارنګه له ګڼ شمېر ويب پاڼو سره همکاري هم لرم، چې وخت ناوخت ورته ژباړې،شعرونه او ادبي ليکنې ورلېږم، په ختيځه سيمه کې له ( سيمه) مجلې سره هم همکاري کوم، چې وخت ناوخت ورته ځېنې سياسي ليکنې هم ليکم.

دمګړۍ په ننګرهار کې له يوې شخصي راډيو سره دنده لرم.

د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه

غزل

نوم به وي ستا هره سلګۍ کې، ته به نه يې خـــبر زه به يم ستړى زنده ګۍ کې ، ته به نــه يې خـــــبر…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه

غزل

په شومه دم کې ، خو دعا دعا کوه راپسې له خلکو پټه ،د مزار ډېوه راوړه راپسې زه به قدم ته ستا د مینې…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه

غزل

یار چی اوس له لپې نه هر څه راغورځوي زړه داسې ګومان کوي، چې زړه راغورځوي که هر څومره په قار شمه، که هر څومره…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه

غزل

يو څوک مې هر وخت د زړګي په حاشيه کې راځي نوم يې رديف کې راځي، نوم يې قافيه کې راځي ((مينه کوم )) خو…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه

غزل

پوه يمه، چې نه يمه اوړ يمه ، رانجه يمه ستا د مخ په څاڅکو کې زه اوبـــــه اوبـــــــه يمه تا لپه کې واخيستم بد…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه

غزل

ته رانه تللې يې خپه ، اوس راته خوب نه راځي کوم تر اوسه اندېښنه ، اوس راته خوب نه راځي ستا د نوم توري…

بشپړ شعر ولولئ ←