افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1296 شاعران8588 شعرونه
وعده
دومره ناهیلی نه وم
زړه مې دا هم نه غوښتل
چې به یوه ورځ
له مانه مرروه شې
د ابد لپاره
ګوره! ته خو نه پوهېږې
چې زه به بیا هم
خپلې دوه سترګې
ستا د راتلو لارې ته
څلور،څلور به اته کړم
خو
چې ته راشې
ستا هغه خپله وعده په یاد ده چې
پرونه دې ویل سبا به درشم
نن تر ماښامه دروازې ته ناسته ومه