د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه

خپل وطن

چې ديدن کړي خپل ځان ترې هېر شي
ديار په زلفو کې راګېـــــــــــــــــــــــــر شي
بې له جانان پرې ژوند ګــــــــــــنډېر شي
د سر او مال نه پکې تېـــــــــــــــــــــــر شي



دې محبت کې خلکو څه لــــــــــــــيدلي دينه
زه به په تمه درته شپــــــــــــــــــــــــې کړم
لکه د اور غوندې لمـــــــــــــــــــــبې کړم
نه هم سندرې نه ټپـــــــــــــــــــــــــــــې کړم



بېلتانه وسوم غم ايـــــــــــــــــــــــــرې کړم
خوښه دباد ده چې مې کومې خواته وړينه
دنړۍ جګ ختن ته راشـــــــــــــــــــــــــــه
دګلو ډک ګلشن ته راشــــــــــــــــــــــــــــه



راځه ،راځه چمن ته راشــــــــــــــــــــــــــه
جانانه خپل وطن ته راشـــــــــــــــــــــــــه
داوښکو ډکې سترګې چاته واړومـــــــــــــه
داقسم خورم ليدلي مــــــــــــــــــــادي



دليلا سترګې بې پــــــــــــــــــــــروادي
ښه ورته ګورم نا اشـــــــــــــــــــــنا دي
سترګې داستا سترګـــــــــې زما دي
ماتاته کله ديارۍ ويلي دينـــــــــــــــــــــــــــه

د شاعر نور شعرونه ←