د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

د اغلۍ حميده پكتيانۍ شعرونه

26 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

حميده پکتيانۍ دپکتيا لايت دسيد کرم ولسوالۍ دچينو دکلي اوسېدونکې چې اوس دپښتونخوا په زړه پېښورحيات آباد کې دژوند شپې ورځې تېروي . پنځلس کاله وړاندې دمهاجرت په ديارکې په پېښورکې زېږېدې دى.
پكتانۍ اوس مهال په حيات آبادكې په درسونوکې بوخته ده اوپه څنګ كې يې ديني زده کړې هم کوي . له شعر سره يې له کوچينوالي څخه مينه وه . کتابونه به يې لوستل دډېرو شاعرانو کتابونه به ورسره وه.
اغلې پكتانۍ سره په شعرکې خپل دتره زوى کريم هيله من مرسته کوي ،خپله کريم جان ډيرکم شعروايي خو له اغلې پكتیانۍ سره ډيره مرسته کوي.
دپكتانۍ شعرونه ورته سموي. اغلې پكتانۍ وايي چې آزاد شعر ډېر خو وركوي خو ډېر يې آزاد شعر نه دى ليكلى. اغلې پكتانۍ وايي چې يوه ټولګه يې خپرېدوته چمتوده خو تراوسه نه ده خپره شوې. چې نوم يې هم لاتراوسه دې ټولګې لپاره نه دى خوښ كړى.

د اغلۍ حميده پكتيانۍ شعرونه

غزل

اوس چې دې نوم واخلمه سندرې رانه هېرې شــــي تاته مې ساتلې وي خـــبرې رانــــه هېرې شـــــــــي اوس يو ستا يادونه دي چې تار يې…

بشپړ شعر ولولئ ←
د اغلۍ حميده پكتيانۍ شعرونه

غزل

ژوند مې ټول جانانه ستــــا لاسو کې دی زړه مې لکه خاورې ستا په پښو کې دی خلک راته ستا په مينــــــــه ګـــــوري ټول ستا…

بشپړ شعر ولولئ ←
د اغلۍ حميده پكتيانۍ شعرونه

غزل

خيال کې ستا د مخ له تماشې نه وتې نــــــــــشمه څرنګه دې رام کړم له اودې نه وتې نــــــــــــــــشمه ته خو مې ظالمه کله کله…

بشپړ شعر ولولئ ←
د اغلۍ حميده پكتيانۍ شعرونه

غزل

اشنــا پـــــــــه مــــــــــا د څه يقـين نه کړي عشق کې څوک فرق د تور او سپين نه کړي ته نو هغــــــه هــم معــــشوقه ګنــــــــــې؟ چې…

بشپړ شعر ولولئ ←
د اغلۍ حميده پكتيانۍ شعرونه

غزل

دا خو ستا سرو اننګو اخيستی اور دی ما خو ويل چې که اوبو اخيستی اور دی چې ارمان يې و زمونږ کورونه وران شي…

بشپړ شعر ولولئ ←
د اغلۍ حميده پكتيانۍ شعرونه

غزل

ژوند لکه ډېوه بـــــــېخ کــــــــې تياره لرم بې له تا جانـــانــه هيــــــــڅه نــــــه لرم خير که ناقص عقله او تور ســــــــــرې يم بيا هم ځانته…

بشپړ شعر ولولئ ←
د اغلۍ حميده پكتيانۍ شعرونه

غزل

له درده بيخي لرې له درمانـــــه بيخـــــــــــــي لرې ارمان چې اوسېدلی له جهـــــــــانه بيخــــــي لرې غالبه ده پرې څومره بدرنګي غـــــــــــفـــوره خدايه دا ځينې خلک…

بشپړ شعر ولولئ ←
د اغلۍ حميده پكتيانۍ شعرونه

غزل

اوښــــــکه مــــې بڼو ته راستــــنه کړله نن مــــې يوه هنـــــدوه پښـــــتنه کړله خـدای ته ګورې ته غــمازي ولې کړې؟ وه سپـــوږمۍ! ډېوه مې ځکه مړه…

بشپړ شعر ولولئ ←