د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د اغلۍ حميده پكتيانۍ شعرونه

غزل

له درده بيخي لرې له درمانـــــه بيخـــــــــــــي لرې
ارمان چې اوسېدلی له جهـــــــــانه بيخــــــي لرې

غالبه ده پرې څومره بدرنګي غـــــــــــفـــوره خدايه
دا ځينې خلک اوسي له ايــــمــــــــــانه بيخي لرې

توبه ده داته څه وايې، چــــــــــــې زه وايمه داسې
ژوندون مې ښه تيريږي بــــــــې له تانه بيخي لرې

عجبه ده په يوه کلي کــــــې څنګ په څنګ اوسيږو
بيا هم جانان له ما زه لــــــه جانانه بيــــــــخي لرې

ته مه وايه چې زه د ځــــان ځانۍ يمه ښکار شوې
ته څه خبر چې زه يم لــــه خپل ځانه بيــــخي لرې

يو داسې ځای به چـــــرته وي چې ډېره ګناه وکړم
ګوښه له پرښتــــــو او له الله نه بيخـــــــــي لــرې

يوه ورځ به پکتيانۍ په سيدکرم کــــې داسې وايي
تيريږي ژوند له ښکلې پښتونخوا نــــــه بيخي لرې.

د شاعر نور شعرونه ←