د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د اغلۍ حميده پكتيانۍ شعرونه

غزل

ژوند لکه ډېوه بـــــــېخ کــــــــې تياره لرم
بې له تا جانـــانــه هيــــــــڅه نــــــه لرم


خير که ناقص عقله او تور ســــــــــرې يم
بيا هم ځانته حق د ژونــــــــدانـــــــه لرم

پلی مې چې تــــــــا بـاندې نظر کړ خپل
ووايه ښکلا لــــرم کــــــــه زړه لـــــــرم؟

شکر د دستار سړي بې شـــمېره شول
شکر درانه وروڼـــــــــــــــــه پښتانه لرم

راشه سترګې رنګ کړه د فطرت په رنګ
ګوډی مې په جېب کـــې دی رانجه لرم

ژوند مې له خپل فن ســـره تيريږي ښه
شکر چې يـــــو ډېـــــر ښکلی واده لرم

وياړم پکتيانۍ خپلې پکـــــتيا بـــــانــدې
غرلرم، نښتر لــــــــــــرم، غـــــرڅه لرم


٢٧_ ٠٣_ ٢٠٠٩ پېښور حيات آباد

د شاعر نور شعرونه ←