د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د اغلۍ حميده پكتيانۍ شعرونه

غزل

دا خو ستا سرو اننګو اخيستی اور دی
ما خو ويل چې که اوبو اخيستی اور دی

چې ارمان يې و زمونږ کورونه وران شي
اوس کورونو د هغو اخـــــيستی اور دی

د جهان کفار مـــــــــو خپـــله رابــــــللي
مونږه ځانته په پيسو اخيستی اور دی

سرو غاټولو پورې دښتـــــــه لمبــــه کړې
ما خو ويل چې که وښو اخيستی اور دی

د وطن کفار مـــــــو نورو سره يو شـــــول
سرو لمبو له سرو لمبو اخيستی اور دی

د ځوانانو عاقبت خــــــــو مو خـــــراب و
ورته ګوره جينکو اخيـــــــستی اور دی

يا ښکلا ته د مين ټينــــګ شوی نه دی
يا يې خپلو اسوېلــــــو اخيستی اور دی

د دنيا خلک به ســـــم راســـره سوځي
پکتيانۍ چې مو تر څو اخيستی اور دی.

د شاعر نور شعرونه ←