په پاکستان کې د رسنیو پر خپرونو د سانسور محدودیتونه پراخ شوي

په پاکستان کې د برېښنايي رسنیو د تنظیم ادارې (PEMRA) د اکتوبر په ۱۳مه ټلوېزیوني شبکو ته امر کړی چې د چاودنو، ډزو او ترهګریزو بریدونو ژوندۍ خپرونې ونه کړي. ادارې ویلي چې په دې اړه باید یوازې هغه معلومات خپاره شي چې دولتي ادارو یا امنیتي ځواکونو تایید کړي وي.
ډیپلوماټ ورځپاڼې په یوه مقاله کې لیکلي چې په پاکستان کې د سانسور محدودیتونه یوازې د امنیتي پېښو تر پوښښ پورې نه دي محدود شوي، بلکې د پخواني لومړي وزیر عمران خان نوم او انځور هم په ټلوېزیوني خپرونو کې له محدودیتونو سره مخ دي.
د مقالې له مخې، د ۲۰۲۳ کال د مې له نهمې وروسته، هغه مهال چې د عمران خان د نیول کېدو په غبرګون کې لاریونونه وشول، د پاکستان د رسنیو تنظیم ادارې له ټلوېزیوني شبکو وغوښتل چې «کرکه خپروونکي، بلواګر او د هغوی ملاتړي» له خپرونو لرې وساتي. له دې خبرتیا وروسته ځینو ټلوېزیوني ویاندویانو د عمران خان پر ځای د پاکستان تحریک انصاف د مشر یا د ګوند د مشر اصطلاحات کارول پیل کړل.
په مقاله کې د پاکستاني خبریال او لیکوال محمد حنیف څرګندونې هم راخیستل شوې دي. هغه خبرداری ورکړی چې د سایبري محتوا په اړه د مبهمو محدودیتونو له امله ان عادي نظرونه او تبصرې هم د حکومت ضد یا د عامه نظم ګډوډوونکي تعبیرېدای شي.
مقاله زیاتوي چې د سانسور پراخېدل او د محتوا په اړه د روښانه تعریف نشتوالی د بیان ازادي محدودوي او خلک اړ باسي چې د سیاسي موضوعاتو پر ځای پر بېضرره موضوعاتو خبرې وکړي.