افغان ۱۹ کلنو لوبډلې بنګلهدېش ته په څلورو وېکټو ماتې ورکړه

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې په عمان کې د لوبلړۍ په وروستۍ برخه کې بنګلهدېش ته په څلورو وېکټو ماتې ورکړه. د دې بریا له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ لوبلړۍ د افغانستان او بنګلهدېش په دوو، دوو بریاوو مساوي پای ته ورسېده.
بنګلهدېش د پچې تر ګټلو وروسته لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۹ منډې جوړې کړې. افغان لوبډلې د ۲۲۰ منډو هدف په ۴۹م اور کې، د شپږو لوبغاړو په سوځېدو، بشپړ کړ.
د افغانستان په توپ اچونه کې امیر حمزه او سهیل خان درې، درې وېکټې واخیستې، په داسې حال کې چې لطفالله محمدي دوه بنګلهدېشي لوبغاړي وسوځول. د بنګلهدېش په پاڼۍ کې فرید حسن تر ټولو ډېرې ۸۲ منډې وکړې. الامین حسین او روبیل حسن بیا هر یوه ۲۹ منډې جوړې کړې.
افغانستان د هدف په تعقیب کې د طاهر سروري د ۶۷ او سبحان زاخېل د ۶۰ منډو پر مټ بریا خپله کړه. شاه فیصل او سهیل خان هم ۱۸، ۱۸ منډې جوړې کړې او د لوبډلې په بریا کې یې ونډه واخیسته.
د دې پایلې له مخې افغانستان او بنګلهدېش دواړو په یادو سیالیو کې دوه بریاوې ثبت کړې. د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې به خپله راتلونکې لوبه د سې شنبې په ورځ د عمان پر وړاندې ترسره کړي.