اوچا: په افغانستان کې د مرستو محدودیتونه ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې اغېزمنوي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو بهیر لا هم له لاسوهنو، اداري محدودیتونو او د مرستندویه فعالیتونو په برخه کې د ښځو د ګډون له بندیزونو سره مخ دی. د دغه وضعیت له امله ښځې او نجونې روغتیايي او نورو اړینو خدمتونو ته په لاسرسي کې له زیاتو خنډونو سره مخامخې دي.
د اوچا د معلوماتو له مخې، بشري مرستندویه شریکانو د سپټمبر په میاشت کې مرستو ته د لاسرسي ۳۰ محدودوونکې پېښې ثبت کړې دي. په دې پېښو کې د مرستندویه بنسټونو پر کارکوونکو تاوتریخوالی، د بشري کارکوونکو نیول او اړمنو خلکو ته د مرستو د نه رسېدو راپورونه شامل دي.
د جغرافیایي وېش له مخې، د دغو پېښو ۱۴ یې په لوېدیځ زون کې ثبت شوې چې د ټول شمېر ۴۷ سلنه جوړوي. اوچا وايي، په دغه زون کې د وضعیت خرابوالی تر ډېره د واکمنو چارواکو له لاسوهنو، په ځانګړي ډول د جنسیت پر بنسټ محدودیتونو، او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا د مرستندویه ادارو د څارنې د زیاتېدو سره تړاو لري.
که څه هم په سپټمبر کې د محدودیتونو ثبت شوې پېښې د اګست په پرتله ۲۷ سلنه کمې شوې دي، خو مرستندویه ادارې وايي چې د شمېرو کموالی په خپله د لاسرسي د وضعیت د ښه کېدو معنا نه لري. د دوی په وینا، د ځینو پېښو نه ثبتېدل لا هم یوه جدي ستونزه ده او ښايي د ستونزې بشپړ انځور څرګند نه شي.
د جنسیت د همغږۍ ډلې او بشري مرستو ته د لاسرسي کاري ډلې د سپټمبر د یوې سروې له مخې، شاوخوا ۹۰ سلنه ګډون کوونکو سازمانونو ویلي چې د افغانستان په لوېدیځ زون کې ښځې او نجونې خدمتونو ته د رسېدو پر مهال له ستونزو سره مخ دي. دغه محدودیتونه یوازې د خلکو لاسرسی نه اغېزمنوي، بلکې د مرستو د پروژو پر عملي کېدو هم مستقیم اثر لري.
د سروې پایلې ښيي چې د مارچ له لومړۍ نېټې راهیسې لګېدلو محدودیتونو د ۱۳۹ پروژو له ډلې د ۲۶ پروژو د بندېدو، ځنډېدو، د فعالیتونو د کمېدو یا د پیل د مخنیوي سبب شوي دي. دا شمېر د ټولو پروژو نږدې ۱۹ سلنه جوړوي. اوچا خبرداری ورکوي چې د ژمي په رارسېدو سره چاپېریالي او فزیکي ستونزې ښايي زیانمنو سیمو ته د مرستندویه کارکوونکو تګ نور هم ستونزمن کړي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې پر ښځینه کارکوونکو او ښځینه مرستمنو بندیزونه دوام ولري.