کابل کې د بېلاروس د ځانګړي استازي باورلیک ومنل شو

د اسلامي امارت رییسالوزراء ملا محمدحسن آخوند په ارګ کې د افغانستان لپاره د بېلاروس د نااستوګن سفیر او ځانګړي استازي الکسانډر اوګوروډنیکوف باورلیک ومانه.
د باورلیک منلو په مراسمو کې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د رییسالوزراء د دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع هم ګډون کړی و. په دې لیدنه کې د کابل او مینسک ترمنځ د اړیکو پر بېلابېلو اړخونو خبرې وشوې.
دواړو خواوو د سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه خپل نظرونه شریک کړل. ملا محمدحسن آخوند د بېلاروس د نوي استازي د ماموریت پیل د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د یوه نوي پړاو نښه وبلله.
د اسلامي امارت رییسالوزراء ویلي، تمه لري چې د سفیر ماموریت به د افغانستان او بېلاروس ترمنځ د سیاسي اړیکو، اقتصادي تعاملاتو او ټرانزیټي همکارۍ په پیاوړتیا کې مرسته وکړي. نوموړي زیاته کړې چې افغانستان په دغو برخو کې هر اړخیزو همکاریو ته چمتو دی.
اوګوروډنیکوف په افغانستان کې د خپل ماموریت له پیل څخه خوښي څرګنده کړې ده. هغه ویلي، بېلاروس غواړي له افغانستان سره په کرنه، خوراکي توکو او درملو کې سوداګري زیاته کړي.
د بېلاروس استازي دغه راز دې هېواد ته د اسلامي امارت د بېلابېلو پلاوو وروستي سفرونه د کابل او مینسک ترمنځ د باور د پیاوړتیا او د دوهاړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره اغېزناک بللي دي.