د بدخشان والي: له پاکستانه د جګړې لپاره استول شوي ځوانان بېرته پرېښودل کېږي

د بدخشان والي رحمتالله نجیب وایي، په پاکستان کې مېشت افغان ځوانان د پیسو په بدل کې افغانستان ته د جګړې لپاره استول کېږي، خو د بېرته ستنېدو اجازه نه ورکول کېږي. د هغه په وینا، دغه ځوانان وروسته د وژل کېدو یا اسیرېدو له خطر سره مخ وي.
نجیب دا څرګندونې په بدخشان کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري جوړې شوې غونډې ته کړې دي. نوموړي وویل، ځینو ځوانانو ته د مالي مرستو ژمنې کېږي، خو وروسته عملي نه شي او هغوی له ستونزو سره یوازې پرېښودل کېږي.
د بدخشان والي له قومي مشرانو وغوښتل چې ځوانان له وسلهوالو فعالیتونو لرې وساتي. هغه ادعا وکړه چې د پاکستان له لوري د دغو ځوانانو د جلبولو لپاره کېدونکې ژمنې د افغانانو د غولولو په معنا دي او زیاته یې کړه چې پاکستان باید لومړی د خپلو خلکو اقتصادي ستونزو ته پام وکړي.
نجیب د اسلامي امارت د مخالفو ډلو فعالیتونو ته په اشارې وویل، هغه کسان چې د «مقاومت» او مبارزې خبرې کوي، باید خپلې موخې روښانه کړي. د هغه په خبره، وسلهوالې نښتې د خلکو د قرباني کېدو او د بېګناه کسانو د وینې تویېدو سبب ګرځي.
په همدې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال عنایتالله شجاع هم وویل چې په نورستان کې د اسلامي امارت او مخالفو ډلو ترمنځ د نښتو پر مهال ځینې کسان د جګړې لپاره افغانستان ته راوستل شوي وو، خو وروسته په نیمه لار کې پرېښودل شول.
شجاع ادعا وکړه چې څه موده وړاندې یو شمېر کسان له پولې را اړول شوي وو، خو د سختې یخنۍ له امله یې ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د هغه په وینا، کله چې د دغو کسانو د بېرته تګ لاره تړل شوې، سرګردانه شوي او په پای کې د سړې هوا له امله مړه شوي دي.
د وزارت مرستیال وویل، اوس په افغانستان کې د جګړې او نښتو وخت نه دی. د بدخشان والي په خپلو خبرو کې دا هم ادعا وکړه چې د اسلامي امارت «استشهادي» ځواکونه فعال دي او د ده په وینا، هېڅوک یې د مقابلې توان نه لري.