بایدن: د افغانستان پرېښودو پرېکړه به بیا هم تکرار کړم

د امریکا پخواني ولسمشر جو بایدن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه له خپلې پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي چې دا پرېکړه سمه وه. نوموړي ټینګار کړی، که ورته شرایط بیا برابر شي، دی به بیا هم د ځواکونو د ایستلو لار غوره کړي.
بایدن دا څرګندونې په خپلو تازه خپرو شویو خاطراتو کې کړې دي. د هغه په وینا، د وتلو د پایلو په اړه د امریکا د هغه وخت دفاع وزیر لویډ آسټین او د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي اندېښنه لرله.
د پخواني ولسمشر د لیکنو له مخې، امریکايي چارواکو هغه مهال ډاډ ورکړی و چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به د افغانستان حکومت لږ تر لږه شپږ میاشتې خپل فعالیت ته دوام ورکړي. خو نوموړي ویلي، دغه حکومت یوازې په څو ورځو کې ړنګ شو.
بایدن په خپلو خاطراتو کې د دې ارزونې او د عملي پایلې ترمنځ واټن ته اشاره کړې، خو بیا یې هم د ځواکونو د ایستلو پر خپله اصلي پرېکړه اعتراض نه دی کړی. د هغه دریځ دا دی چې د موجودو شرایطو په صورت کې به یې ورته اقدام بیا ترسره کاوه.
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو موضوع د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ له هغه تړون سره تړاو لري چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال، د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې، لاسلیک شو. په دغه هوکړه کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه موافقه شوې وه.