په ختیځ او شمال ختیځ کې د وچکالۍ خطر کم شوی، خو د سېلابونو خبرداری ورکړل شوی

د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي اداره وايي، په افغانستان کې د ختیځو او شمال ختیځو سیمو د وچکالۍ او غیرعادي وچوب وضعیت د وروستیو اورښتونو له امله ښه شوی دی.
د دې ادارې په اعلامیه کې ویل شوي چې په تېرو ۳۰ ورځو کې په دغو سیمو کې د باران کچه له منځني اوسط څخه لوړه وه. په ځینو ځایونو کې د اورښت اندازه د معمول په پرتله له ۵۰ میلی مترو هم زیاته ثبت شوې ده. د تېرو ۹۰ ورځو د ورښتونو ارزونه هم ښيي چې په دغو سیمو کې نسبتاً لمده او مناسبه اقلیمي فضا رامنځته شوې ده.
په وروستیو ورځو کې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې سخت بارانونه شوي او په شمالي سیمو کې واوره ورېدلې ده. دوه ورځې وړاندې بارانونو د کابل ـ جلالاباد پر لویه لار د ډبرو د ښوېدو سبب شول، چې له امله یې دغه مهمه لار د لنډ وخت لپاره د ترافیکو پر مخ وتړل شوه.
سره له دې، د ادارې د هغې ارزونې له مخې چې تر لړم ۲۷مې، چهارشنبې، پورې اعتبار لري، په بدخشان، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې د ۲۵ تر ۵۰ میلی مترو پورې د باران اټکل شوی دی. په شمالي، مرکزي، ختیځو او سوېل ختیځو سیمو کې هم د نري او منځني باران امکان شته، چې کچه یې له ۵ تر ۲۵ میلی مترو پورې اټکل شوې ده.
ادارې خبرداری ورکړی چې په ځینو شمال ختیځو، ختیځو او مرکزي سیمو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال لا هم موجود دی. د نړیوالو هواپېژندونکو بنسټونو پر معلوماتو ولاړه وړاندوینه ښيي چې په ځینو سیمو کې د واورې ورېدو اندازه ښايي له ۲۰ تر ۵۵ سانتي مترو پورې ورسېږي. د ختیځو او شمال ختیځو سیمو د شپې لږ تر لږه تودوخه هم د منفي پنځو او منفي ۱۵ سانتي ګرادو ترمنځ اټکل شوې ده.
د وچکالۍ د خطر د کمېدو دا ارزونه په داسې حال کې خپرېږي چې مرستندویه بنسټونو افغانستان د پرلهپسې پنځم کال لپاره له وچکالۍ سره مخ هېواد بللی دی. د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د روان کال د مې میاشتې په راپور کې ویل شوي وو چې د اوبو کړکېچ په تېر میلادي کال کې سخت شوی او د وچکالۍ کچه له ۳۴ سلنې څخه ۶۴ سلنې ته لوړه شوې ده. په راپور کې د اوبو سرچینو ته د لاسرسي کمېدل هم یاد شوي وو.
افغانستان د اقلیمي بدلونونو له اغېزو زیانمن هېواد بلل کېږي، په داسې حال کې چې د دغو بدلونونو د مدیریت امکانات یې محدود دي. کارپوهان پرلهپسې وچکالۍ، بېموسمه بارانونه، د اوړي لوړې تودوخې او ژر رارسېدونکی ژمی د اقلیمي بدلونونو نښې ګڼي. د هېواد له ۸۰ سلنې ډېر خلک پر کرنې او مالدارۍ متکي دي او وچکالۍ له امله یو شمېر کورنۍ له خپلو سیمو بېځایه شوې او ښارونو ته کډه شوې دي.