افغانستان او چین د ښاري ترانسپورټ د پراختیا پر همکاریو خبرې کوي

د مليبس امارتي شرکت اجرائیوي رییس عبدالباقي مقیم په مشرۍ افغان پلاوي په چین کې د AIPU شرکت له مسوولانو سره د عامه ترانسپورټ د پراختیا پر بېلابېلو برخو خبرې کړې دي.
د امارتي شرکتونو لوی ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې مقیم او ورسره مل پلاوي د چین د دونګ ولایت له «AIPU VEHICLES CO., LTD» شرکت سره لیدلي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د عصري مليبسونو د تولید او پېرلو ترڅنګ، د میټرو، بيآرټي او ښاري ترانسپورټ د پراختیا په برخو کې د همکاریو او عملي فرصتونو په اړه بحث شوی دی.
د مليبس امارتي شرکت په وینا، د دې سفر موخه د افغانستان د عامه ترانسپورټ د سیستم عصري کول او د ترانسپورټي خدمتونو د کیفیت لوړول دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې پلاوی غواړي د ښاري ګڼهګوڼې د کمولو لپاره اغېزمنې لارې ومومي.
سرچینې زیاته کړې، د یادو همکاریو له لارې هېوادوالو ته د خوندي، معیاري، منظم او ارزانه ترانسپورټي خدمتونو د برابرولو فرصتونه هم ارزول شوي، خو د هوکړې د لاسلیک یا د بسونو د تولید د پیل په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.