د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

یونسکو: له هرو لسو کسانو اووه پر خبریالانو د قصدي تېرباسلو باور لري

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) وايي، له هرو لسو کسانو څخه اووه باور لري چې خبریالان خلک په قصدي ډول تېرباسي.

یونسکو دا څرګندونې د رسنیو او معلوماتي سواد نړیوالې اوونۍ په مناسبت کړې دي او وايي، د خلکو باور هغه مهال پیاوړی کېږي چې هغوی پوه شي معلومات څنګه راټولېږي، کره کېږي او له مخاطبانو سره شریکېږي.

دا اوونۍ هر کال د اکتوبر له ۲۴مې تر ۳۱مې پورې لمانځل کېږي. د دې اوونۍ موخه د معلوماتو د ارزونې، د ناسمو خبرونو د پېژندلو او له ډیجیټلي رسنیو څخه د مسوولانه ګټې اخیستنې په اړه د عامه پوهاوي لوړول دي.

د یونسکو په وینا، د رسنیو او معلوماتي سواد پیاوړتیا د ناسمو او ګمراه کوونکو معلوماتو، کرکې خپرولو، پر رسنیو د باور کمېدو او د مصنوعي ځیرکتیا له امله رامنځته کېدونکو ننګونو په مخنیوي کې مهم رول لري.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په ۲۰۲۱ کال کې د رسنیو او معلوماتي سواد نړیواله اوونۍ په رسمیت وپېژندله، څو د کره، پر وخت، روښانه، د لاسرسي وړ او پر علمي شواهدو ولاړو معلوماتو پر اهمیت ټینګار وشي.