د افغانستان او پاکستان سوداګریزې راکړې ورکړې د لارو تړل کېدو له امله نږدې درېدلې

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي او امنیتي کړکېچ له امله د دواړو هېوادونو سوداګریزې راکړې ورکړې په بېساري ډول کمې شوې دي. د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ او صنایعو خونې د افغان څانګې مرستیال محمد یونس مومند وايي، اوس له پاکستان سره د افغانستان سوداګري نږدې په بشپړه توګه درېدلې ده.
مومند آزادي راډیو ته ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري شاوخوا ۹۵ سلنه کمه شوې، د پاکستان له لارې د افغانستان ترانزیټي سوداګري بنده ده او هغه توکي هم نور د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته نه لېږدول کېږي چې پاکستان به یې صادرول. د نوموړي په وینا، افغانستان پخوا د پاکستاني تازه مېوو او نورو اړینو توکو لپاره منځنۍ اسیا ته تر ټولو نږدې او اسانه لاره وه.
د پاکستان ډان ورځپاڼې بیا د پاکستان د سوداګرۍ د پراختیا ادارې د شمېرو پر بنسټ راپور ورکړی چې د ۲۰۲۵-۲۰۲۶ مالي کال پر مهال د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ ارزښت ۳۵۸ میلیونه ډالرو ته راټیټ شوی، حال دا چې په ۲۰۲۴-۲۰۲۵ مالي کال کې دغه رقم ۱.۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلی و. د دغو شمېرو له مخې، کموالی شاوخوا ۷۴ سلنه کېږي؛ خو د افغان سوداګریزو سرچینو اټکل تر دې هم لوړ، یعنې ۹۵ سلنه، ښودل شوی دی.
د راپورونو له مخې، پاکستان د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۲مه، د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ له خونړیو نښتو وروسته، له افغانستان سره خپلې مهمې لارې وتړلې. د پاکستان حکومت په روان کال کې ویلي چې که د طالبانو حکومت د افغانستان له خاورې د فعالیت کوونکو وسلهوالو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي، اسلاماباد به د لارو د بېرته پرانیستلو لپاره چمتو وي.
د طالبانو حکومت بیا ټینګار کړی چې یوازې د لارو پرانیستل بسنه نه کوي او پاکستان باید تضمین وکړي چې سوداګري او ترانزیټ به بیا له سیاسي موضوعاتو سره نه تړي. د لارو تړل کېدو اغېز د پاکستان پر صنعتونو، په ځانګړي ډول د درملو پر سکټور، هم څرګند شوی؛ د پاکستان د احصایې ادارې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶-۲۰۲۷ مالي کال په لومړۍ ربع کې د دغه هېواد د درملو صادرات ۲۵،۵۳ سلنه کم شوي دي.
مومند وايي، د طالبانو حکومت د سوداګرۍ لپاره د بدیلو لارو د موندلو هڅه کوي، خو په وینا یې پاکستاني سوداګرو د افغانستان د شاوخوا ۴۰ میلیونه وګړو بازار له لاسه ورکړی دی. د ایکو د سوداګرۍ خونو پخواني مشر او اقتصادپوه اذرخش حافظي هم ویلي چې د سوداګرۍ درېدل د دواړو هېوادونو په زیان دي، خو پاکستان ته ځکه ډېر تاوان رسېږي چې د افغانستان بازار ته یې صادرات زیات وو او له همدې لارې یې منځنۍ اسیا ته هم توکي لېږدول.
حافظي ویلي، پاکستان ته د افغانستان صادرات په ۲۰۲۴ کال کې ۶۵۹ میلیونه ډالرو ته رسېدلي وو او دغه هېواد د افغان محصولاتو له مهمو بازارونو څخه و. نوموړي او مومند هیله څرګنده کړې چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ روان کړکېچ ژر پای ته ورسېږي او سوداګریزې لارې بېرته پرانیستل شي.