افغان انیمېشن؛ د ماشومانو لپاره د کیفیت لرونکو تولیداتو اړتیا لا هم ډېره ده

په افغانستان کې د انیمېشن یا متحرکو انځورونو فعالان وايي، دغه صنعت لا هم له کمزورۍ سره مخ دی او د ماشومانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره پکې پراخو او مسلکي هڅو ته اړتیا شته. دوی ټینګار کوي چې انیمېشن یوازې د ساعتېرۍ وسیله نه ده، بلکې د زدهکړې، روزنې او کلتوري پیغامونو د رسولو اغېزمنه لاره هم کېدای شي.
دا څرګندونې د انیمېشن نړیوالې ورځې په مناسبت شوې دي. د دې برخې فعال عبدالله فضلي، چې له لسو کلونو ډېر وخت یې په انیمېشن کې کار کړی، د افغانستان د انیمېشن اوسنی وضعیت ډېر کمزوری بولي. د هغه په وینا، د تولید اندازه محدوده او کیفیت یې لا ټیټ دی؛ هغه کسان چې د دې برخې په ټیټه کچه فعالیت کوي، ډېری یې یا له هېواده بهر زدهکړې کړې دي او یا له بهر څخه د افغانستان لپاره کار کوي.
ګرافیک ډیزاینر اسفندیار اسامي هم وايي، په افغانستان کې ځینې کوچنۍ ډلې په دې برخه کې فعالیت لري، خو تر اوسه په پراخه کچه کار نه دی شوی او د هېواد وضعیت له نورو هېوادونو سره د پرتله کولو وړ نه دی. د افغان انیمېشن د پیل د وخت په اړه د دې برخې فعالان یوه خوله نه دي، خو ځینې پخواني جوړونکي وايي چې په افغانستان کې د دې صنعت بنسټیز کارونه د شلمې پېړۍ په شپېتمه لسیزه کې پیل شوي دي.
د انیمېشن فعال امانالله ایمان وايي، په تېرو څو لسیزو کې په دې برخه کې ګڼ کسان روزل شوي دي. د هغه په باور، د مصنوعي ځیرکتیا پراختیا د کرکټرونو د طرحې، متحرکو انځورونو او ښوونیزو ویډیوګانو د جوړولو بهیر نسبتاً اسانه کړی، که څه هم دا وسایل لا هم د مسلکي تولیدوونکو د کار بشپړ بدیل نه شي کېدای.
د ماشومانو د ادب لیکواله او د «کمکي جنت» د ویډیويي انیمېشنونو همکاره فرشته صالحي وايي، په دې برخه کې ځینې هڅې شوې، خو د ماشومانو د اړتیاوو په کچه بسنه نه کوي. د هغې په وینا، د سندرو او انیمېشنونو له لارې داسې محتوا وړاندې کېدای شي چې ماشومان هم پرې خوښ شي او هم ورڅخه زدهکړه وکړي. نوموړې د صنعت د پراختیا لپاره دوامدار مالي ملاتړ، مسلکي روزنه او د هنرمندانو، لیکوالانو او ښوونکو ګډ کار مهم ګڼي.
د ماشومانو د برخې فعالان وايي، مناسب انیمېشنونه کولای شي ماشومانو ته د ملګرتیا، همکارۍ، درناوي، چاپېریال ساتنې او د اختلافونو د سولهییز حل په اړه روزنیز پیغامونه ورسوي. د «تربیت» مجلې پخوانۍ مسوولې مینا زماني باور لري چې دا ډول تولیدات د ژبې، شمېرې، اخلاقي او کلتوري ارزښتونو او د ژوند د مهارتونو زدهکړه اسانه کوي او د ماشومانو خلاقیت پیاوړی کوي.
فعالان په ورته وخت کې خبرداری ورکوي چې نامناسبه محتوا، ناسم پیغامونه او د عمر له کچې سره نه برابر انځورونه ماشومانو ته منفي اغېزې لرلای شي. له همدې امله، والدین، ښوونکي او تولیدوونکي باید د محتوا په ټاکلو کې ګډه پاملرنه وکړي، څو تولیدات له فرهنګي ارزښتونو سره برابر وي او تاوتریخوالی پکې ترویج نه شي. د دوی په باور، د تخصصي زدهکړو فرصتونه، د هنرمندانو ملاتړ او د کورنیو تولیداتو پانګونه کولای شي د افغان انیمېشن د ودې لپاره زمینه برابره کړي.