د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

کابل کې د افغانستان او ایران د اقتصادي همکاریو د عملي کولو پر لارو خبرې

افغان اتلان · پښتو
کابل کې د افغانستان او ایران د اقتصادي همکاریو د عملي کولو پر لارو خبرې

د دولتي شرکتونو عمومي رییس احمدجان بلال په کابل کې د ایران له سفیر علي‌رضا بیکدلي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا او وروستیو هوکړو د عملي کېدو پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د دولتي شرکتونو عمومي ریاست په خبرپاڼه کې ویلي، چې دا لیدنه د احمدجان بلال په کاري دفتر کې ترسره شوې او موخه یې له ایراني چارواکو سره د نوموړي د وروستي سفر پر مهال د شویو خبرو او هوکړو تعقیب بلل شوې ده.

ایراني سفیر د دولتي شرکتونو د عمومي رییس وروستی سفر ایران ته مثبت او اغېزناک ارزولی او ټینګار یې کړی، چې مطرح شوې موضوعات باید وڅېړل شي او د همکاریو د عملي پیل لپاره لازم اقدامات ترسره شي.

علي‌رضا بیکدلي ویلي، ایران چمتو دی چې له افغانستان سره د نفتو او ګازو د اکتشاف، استخراج او صادراتو، د تېلو د تصفیه‌خونو د جوړولو، کرنې، اوبو او برښنا په برخو کې همکاري وکړي.

احمدجان بلال هم ویلي، چې د اسلامي امارت له نظره له ایران سره د انرژۍ، کرنې، صنعت پراختیا او نورو اقتصادي برخو کې ګډو همکاریو ته اړتیا ده. نوموړي ډاډ ورکړی، چې د دولتي شرکتونو عمومي ریاست به له ایراني لوري سره په همغږۍ د خپل سفر پر مهال مطرح شوې موضوعات تعقیب کړي او د عملي کېدو لپاره به یې اړین ګامونه واخلي.

بلال څه موده مخکې د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی و او هلته یې له یو شمېر ایراني چارواکو سره د اقتصادي، سوداګریزو او پانګونې موضوعاتو په اړه خبرې کړې وې.