ننګرهار کې د نشهیي ګولیو د قاچاق په تور شپږ کسان نیول شوي

د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې شپږ کسان له څه باندې ۶۲ زره نشهیي ګولیو سره نیول شوي دي. چارواکي ادعا کوي چې یاد توکي له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوي وو.
د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد ویلي، د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت پولیسو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کشفي معلوماتو پر بنسټ په څو سیمو کې عملیات کړي دي.
د نوموړي په وینا، دغه عملیات د کوټ، بهسود او غنيخېلو ولسوالیو، او همدارنګه د جلالاباد ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمو کې ترسره شوي دي.
حماد ویلي چې په عملیاتو کې ۶۱ زره او ۴۹۰ د «زیکب» په نوم ګولۍ او ۷۰۰ ټابلېټونه نیول شوي، چې ټول شمېر یې له ۶۲ زرو څخه اوړي. هغه زیاته کړې چې دوه موټر هم ضبط شوي؛ د چارواکو په وینا، له دغو موټرو څخه د نشهیي توکو د لېږد لپاره کار اخیستل کېده.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د ویاند په خبره، نیول شوو کسانو د لومړنیو څېړنو پر مهال پر جرم اعتراف کړی دی. نوموړي څرګنده کړې چې تورن کسان به د قانوني اجراآتو له بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.