د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

ملګري ملتونه: د ماشومانو د عمر په تعریف کې دې ۱۸ کاله معیار وټاکل شي

افغان اتلان · پښتو
ملګري ملتونه: د ماشومانو د عمر په تعریف کې دې ۱۸ کاله معیار وټاکل شي

د ماشومانو او وسله‌والو شخړو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ونیسا فریزر وايي، په افغانستان کې د ماشومانو د استخدام او په وسله‌والو فعالیتونو کې د هغوی د کارولو په اړه لا هم اندېښنې شته. نوموړې ټینګار کوي چې د ماشوم تعریف باید د بلوغ د نښو پر ځای د ۱۸ کلنۍ پر عمر ولاړ وي.

فریزر د امریکا غږ له افغانستان څانګې سره په مرکه کې وویل، طالبانو داسې لارښوونې صادرې کړې چې د ماشومانو استخدام منع کوي، خو په دغو لارښوونو کې د ماشوم او بالغ کس د بېلولو لپاره د بلوغ نښې معیار ګرځول شوې دي. د هغې په وینا، دا تعریف د ماشوم د حقونو له کنوانسیون سره سمون نه لري، ځکه د دغه سند له مخې هر هغه څوک ماشوم ګڼل کېږي چې عمر یې تر ۱۸ کلونو کم وي.

د ملګرو ملتونو استازې وویل، افغانستان د ماشوم د حقونو د کنوانسیون غړی دی او واکمن چارواکي یې د دغه سند د احکامو د عملي کولو مکلفیت لري. هغې زیاته کړه چې له طالب استازو سره، په ګډون د دوحې له چارواکو، په خبرو کې یې غوښتنه کړې چې د ماشومانو د عمر لپاره دې ۱۸ کاله روښانه قانوني معیار وټاکل شي او اړوند فرمانونه دې اصلاح شي.

د فریزر په وینا، د ماشومانو د استخدام عوامل یوازې په زور راټولېدل نه دي؛ بلکې اقتصادي ستونزې هم کورنۍ دې ته هڅولای شي چې خپل هلکان له امنیتي یا پوځي جوړښتونو سره یوځای کړي. هغې وویل، ځینې کورنۍ ښايي د خوړو، معاش او امنیت د ترلاسه کولو په تمه ماشوم د داسې جوړښتونو غړیتوب ته وهڅوي.

هغې ادعا وکړه چې ماشومان په بېلابېلو فعالیتونو کې کارول کېږي؛ له پخلي او د وسلو له لېږدولو نیولې، تر جګړې او د سرحدونو تر ساتنې پورې. نوموړې همداراز وویل چې ځینې هلکان له کم عمره په ښوونځیو او مدرسو کې د نظامي فکر تر اغېز لاندې راوستل کېږي، څو وروسته له طالبانو سره یوځای کېدو ته چمتو شي.

فریزر وویل، ملګري ملتونه په افغانستان کې د خپلو بشري، روغتیايي، ښوونیزو او نورو پروګرامونو له لارې له کورنیو سره په تماس کې دي او له همدې اړیکو څخه د ماشومانو پر وړاندې د سرغړونو په اړه معلومات ترلاسه کوي. هغې زیاته کړه چې د دې ادعاوو د ثبت او ارزونې لپاره د ملګرو ملتونو د څارنې او تصدیق ځانګړي بهیرونه شته.

د هغې په وینا، طالبان د ماشومانو پر وړاندې د دوامدارو سرغړونو له امله د ملګرو ملتونو په کلني راپور کې د شخړو د ښکېلو اړخونو په نوملړ کې شامل دي. فریزر غوښتنه کوي چې طالبان دې د ۱۸ کلونو عمر په خپلو قوانینو کې ثبت کړي، د عمر د تثبیت سیستم دې جوړ کړي، له امنیتي ځواکونو څخه دې تر ۱۸ کلونو کم کسان وباسي، د هغوی له نوي استخدام څخه دې ډډه وکړي او د سرغړونکو قوماندانانو پر وړاندې دې انضباطي اقدامات وکړي.

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په ورته وخت کې د نجونو پر وړاندې تبعیض او ځورونه هم د جدي اندېښنې وړ وبلله. هغې وویل، د نجونو د زده‌کړو او ټولنیز مشارکت محدودول د جنسیت پر بنسټ د ځورونې له بحث سره تړاو لري، خو د جنسیتي اپارتاید د جرم رسمي حقوقي تعریف او تصویب لا هم د نړیوال قانون په کچه د بحث موضوع ده.