د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

لندن د کابل او اسلام‌اباد د اختلافونو د هواري لپاره د منځګړیتوب هڅه کوي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د بریتانیا حکومت هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو اختلافونو د هواري او د دواړو لورو د اړیکو د عادي کېدو لپاره زمینه برابره کړي.

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لنزي دا موضوع د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا له دفتر سره په ویډیويي خبرو کې څرګنده کړې ده.

د طالبانو د حکومت ریاست‌الوزرا د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې لنزي د ریاست‌الوزرا له رییس عبدالواسع سره په خبرو کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اختلافونو د حل لپاره د لندن د هڅو یادونه وکړه.

د خبرپاڼې له مخې، د بریتانیا ځانګړي استازي ویلي چې هېواد یې غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د هواري لپاره لار هواره کړي. په خپرو شویو معلوماتو کې د اختلافونو د مشخصو مواردو یا د دې هڅو د عملي بڼې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.