ریچارد بینټ: افغانستان د افغان کډوالو د جبري ستنولو لپاره خوندي نه دی

د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینټ خبرداری ورکړی چې افغانستان د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د جبري بېرته ستنولو لپاره خوندي هېواد نه دی. نوموړي له امریکا غږ سره په مرکه کې له هغو هېوادونو غوښتي چې د افغانانو د ستنولو پرېکړې کوي، د هر فرد وضعیت او احتمالي ګواښونه په جلا توګه وارزوي.
بینټ ټینګار کړی چې هېڅ افغان باید یوازې د عمومي پرېکړې پر بنسټ بېرته ونه لېږل شي. د هغه په وینا، د ستنولو له هر اقدام مخکې باید د اړوند کس ځانګړي شرایط، د هغه د خوندیتوب وضعیت او هغه احتمالي خطرونه په پام کې ونیول شي چې ښايي په افغانستان کې ورسره مخ شي.
د ملګرو ملتونو دغه راپور ورکوونکی وايي، له واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته په افغانستان کې د بشري حقونو محدودیتونه، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې، زیات شوي دي. هغه ویلي چې دا محدودیتونه یوازې ښځې او نجونې نه اغېزمنوي، بلکې د ټولنې پر عمومي وضعیت هم اغېز لري. طالبان بیا تل وايي چې په افغانستان کې د خلکو حقونه د شریعت په چوکاټ کې تأمینېږي.
بینټ د ماشومانو د حقونو وضعیت هم د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د ماشومانو د زده کړو حق له ستونزو سره مخ دی. نوموړي د ماشومانو کار، په کم عمر کې ودونه او جبري ودونه د مهمو اندېښنو په توګه یاد کړي او په وسلهوالو شخړو کې د ماشومانو د ښکېلتیا موضوع یې هم جدي بللې ده.
هغه همداراز ویلي چې افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې په نړۍ کې د ځمکنیو ماینونو له امله د تر ټولو ډېر اغېزمنو هېوادونو په ډله کې درېیم ځای درلود. د بینټ په وینا، د جګړو پاتې چاودېدونکو توکو له امله د رامنځته شویو مړینو او ټپیانو ۸۰ سلنه ماشومان وو.
د بینټ څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې هغه له هېوادونو غواړي د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په پرېکړو کې د هر کس انفرادي وضعیت او د احتمالي بشري حقونو خطرونه په پام کې ونیسي.