د امر بالمعروف قانون د پوهنتونونو نصاب ته ور داخل شوی؛ محصلین د زدهکړو د کیفیت په اړه اندېښمن دي

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت قانون د افغانستان د پوهنتونونو په درسي نصاب کې شامل شوی دی. په ورته وخت کې، د کابل او یو شمېر ولایتونو محصلین وايي چې له شاوخوا یوې اونۍ راهیسې د دې قانون په اړه سیمینارونه د عادي درسي ساعتونو پر ځای جوړېږي.
محصلینو ازادي راډیو ته ویلي چې په ځینو پوهنتونونو کې هره ورځ لږ تر لږه دوه یا درې درسي ساعتونه د قانون تشریح ته ځانګړي کېږي. د کابل د کمپیوټر ساینس یوه محصل، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نوم نه دی ښودل شوی، ویلي چې د امر بالمعروف استازي محصلین راغونډوي او سهار یا ماښام له یوه تر یوه نیم ساعت پورې پرې خبرې کوي.
دغه محصل وايي، د قانون جبري تدریس د کمپیوټر ساینس او نورو مسلکي څانګو له اساسي موخو سره مستقیم تړاو نه لري. د هغه په وینا، محصلین لا له وړاندې د اسلامي ثقافت او فقهې اړوند مضامین لري، خو د مسلکي زدهکړو، نوې ټکنالوژۍ او معاصرو درسي طریقو لپاره کافي پاملرنه نه کېږي. نوموړي همداراز ویلي چې په پوهنتونونو کې د امر بالمعروف استازي د محصلینو د ظاهري بڼې او جامو په اړه هم لارښوونې کوي.
د کابل یوه ماسټرۍ محصل ویلي چې د نومبر په ۱۰مه د کابل پوهنتون ټول محصلین د دې قانون په اړه یوه غونډې ته وربلل شوي وو. د هغه په خبره، هغه مضامین چې پخوا تر ډېره د حقوقو او شرعیاتو له پوهنځیو سره تړاو درلود، اوس په نورو پوهنځیو کې هم جبري کېږي او ان د ماسټرۍ په کچه ورته درې کریډیټه ټاکل شوې ده. د هرات، بدخشان، ننګرهار او پروان یو شمېر محصلینو هم ورته اندېښنې څرګندې کړې دي.
د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند اسلم باداریوال د نومبر په ۱۰مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د وزارت قانون د پوهنتونونو په نصاب کې شامل شوی دی. دغه قانون د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخندزاده تر حکم وروسته، د ۲۰۲۴ کال د اګست په ۲۱مه د عدلیې وزارت له خوا په رسمي جریده کې خپور شوی او څلور فصلونه او ۳۵ مادې لري.
په قانون کې د ښځو د جامو، غږ او عامه حضور په اړه محدودیتونه، او د نارینهوو د ږیرې، جامو او ظاهري بڼې په اړه لارښوونې شاملې دي. د دې قانون ځینې مادې، چې د ښځو غږ عورت ګڼي او د بدن د پټولو په اړه حکمونه لري، مخکې د افغانانو، ښځینه فعالانو، ملګرو ملتونو، د اسلامي همکاریو سازمان او د بشري حقونو د بنسټونو له نیوکو سره مخ شوې دي.
دیني عالم او د زدهکړو فعال اسدالله ذکي وايي، د پوهنتونونو نصاب باید د علمي معیارونو، د ټولنې د اړتیاوو او د کار بازار د غوښتنو پر بنسټ جوړ شي. هغه ټینګار کوي چې د مسلکي پلوه نه تثبیت شوي مطالب په جبري ډول شاملول ښايي د محصلینو علاقه له زدهکړو کمه کړي. نوموړي ویلي، پوهنتونونه باید محصلینو ته د نظري معلوماتو ترڅنګ عملي او مسلکي مهارتونه هم ورکړي.