افغانستان له نیمهپایلوبې ووت؛ هند او پاکستان د ۱۹ کلنو اسیا جام پایلوبه کوي

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله د اسیا جام په نیمهپایلوبه کې له هند څخه تر ماتې وروسته د سیالیو له پایلوبې پاتې شوه. ټاکل شوې هند او پاکستان د دې جام په وروستۍ لوبه کې سره مخامخ شي.
هند افغانستان ته او پاکستان بنګلهدېش ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار وموندله. د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالۍ د عمان په کوربتوب ترسره کېږي، او پاکستان له دې مخکې په ګروپي پړاو کې هند هم مات کړی و.
افغانستان د سیالیو په ګروپي پړاو کې له بنګلهدېش، سریلانکا او مالیزیا څخه بریاوې ترلاسه کړې او خپلې درې واړه لوبې یې وګټلې. خو د هند پر وړاندې په نیمهپایلوبه کې بریالی نه شو او له سیالیو ووت.
د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې روزونکي رئیس احمدزي له دغې ماتې وروسته پر خپل اېکس حساب لیکلي چې له پایلې سره سره د خپلو لوبغاړو پر هڅو ویاړي. هغه ویلي، دا سفر لا دوام لري، لوبغاړي زدهکړه او پرمختګ کوي او لوبډله به په لا پیاوړي حالت کې بېرته راوګرځي.
افغانستان د اسیا جام له پیل مخکې هم په عمان کې د چمتووالي لوبې ترسره کړې وې. افغان لوبډلې له بنګلهدېش سره د څلورو یو ورځنیو لوبو لړۍ دوه ـ دوه مساوي کړه او د عمان پر وړاندې یې دوهلوبیزه لړۍ دوه ـ صفر وګټله.