د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

اسلام‌اباد کې د ایکو غونډه؛ د طالبانو حکومت ته بلنه نه ده ورکړل شوې

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد نن د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د وزیرانو شورا د ۳۰مې دورې د غونډې کوربه ده، خو د سازمان غړي افغانستان ته، چې د طالبانو حکومت یې اداره کوي، په دې ناسته کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د غونډې مشري به د دغه هېواد لومړی وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کوي. د سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران، د هغوی د پلاویو مشران، د ایکو دارالانشا استازي او د اړوندو ادارو چارواکي به په ناسته کې ګډون ولري.

د وزیرانو تر غونډې مخکې د غړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو ناسته هم ترسره کېږي. په دې غونډه کې به د ایکو د فعالیتونو او پروګرامونو ارزونه، د اړوندو ادارو د کار کتنه او د وزیرانو شورا ته د وړاندې کېدونکو اجنډاوو او مسودو وروستۍ چمتوینه وشي.

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري ویلي، د ایکو غونډې اقتصادي بڼه لري او سیاسي اختلافونه باید د افغانستان د ګډون مخه ونه نیسي. نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان کولای شي په دې ناسته کې د سوداګرۍ، ترانزیټ، انرژۍ او سیمه‌ییز امنیت په اړه بحث وکړي او د افغانستان نه بلل یې د سازمان له موخو سره برابر نه دي بللي.

پاکستان د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره د ایکو مشري پر غاړه لري او وایي، د خپلې دورې تمرکز به پر سیمه‌ییز اتصال، اقتصادي یووالي او د غړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراخولو وي. د اسلام‌اباد او کابل اړیکې په وروستیو کلونو کې ترینګلې شوې دي؛ د امنیتي پېښو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او ترانزیټ هم له ځنډونو او خنډونو سره مخامخ شوي دي.

ایکو په ۱۹۸۵ کال کې د ترکیې، ایران او پاکستان له خوا جوړه شوه او په ۱۹۹۲ کال کې افغانستان او د سیمې څو نور هېوادونه ورسره یوځای شول. د دې سازمان موخه د غړو ترمنځ د اقتصادي، تخنیکي او کلتوري همکاریو پراختیا ده. د ۲۰۲۵ کال په جولای کې په اذربایجان کې د ایکو په سرمشریزه کې د طالبانو حکومت استازو ته بلنه ورکړل شوې وه او د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر یې د پلاوي مشري کوله.